لاس رسیدونکی لینک

د بلوچستان په جیلونو د اوسپنې پردې


د جیلونو د قانون ٢٣١مه ماده وايي چې ښځې، ماشومان او نارینه به په جلا جلا بندي خانو کې ساتل کیږي خو داسې ښکاري چې دا قانون په بلوچستان کې عملي نه دئی.
د مدني ټولنې سازمانونه تور لگوي چې بلوچستان کې حکومت په بندي خانو باندې د اوسپنې داسې پردې جار کړې دي چې نه د هغه ځائې حال بهر او نه هم له بهر څخه څوک د حال معلومولو لپاره دننه لاړ شي.
د ډیوه ریډیو د روانو چارو په خپرونه کې د بشري حقونو د تنظیم یوه ځائې مشر شمس مندوخیل وویل د بلوچستان په ټول ټال ١١ زندانونو کې د بندیانو سره ډیر ناوړه چلن کیږی- هغه د نوشکې د جیل پخپله کتنه کړې او وايي یوازې دوه کلوگرام غوښه ٧٠ زندانیانو ته ورکول کیده، ډوډۍ کې شگه وه، د صحت سهولت نه وو او په میاشتو میاشتو د لامبلو لپاره اوبه نه ورکول کیدې.
ښاغلې مندوخیل وویل د نوشکې په زندان کې ٦٠ پورې افغان ماشومان بندیان وو او زیاترو دده په وینا د جنسي تیري شکایتونه کول.
د ډان نیوز ټیلې ویژن ایالتي مشر علي شاه راته وویل چې د بلوچستان په جیلونو کې واړه مجرمان غټ مجرمان شي او ډیرۍ په نشو اخته شي. هغه وویل هر ډول میډیا له جیلونو څخه لرې ساتل کیږي او علت يي هلته ادعا شوي ناسمه بشري وضع ده.
د یوې غیردولتي ادارې مشر ودود ترین راته وویل د بلوچستان په جیلونو کې د ٢١٧٣ قیدیانو ځائې شته خو دا وخت هلته د زندانیانو شمیر دوه چنده دئی چې یو علت يي په عدالتونو کې د مقدمو ځنډیدل هم دئی.
ښاغلې ترین وویل د جیلونو د قانون ٢٣١مه ماده وايي چې ښځې، ماشومان او نارینه به په جلا جلا بندي خانو کې ساتل کیږي خو داسې ښکاري چې دا قانون په بلوچستان کې عملي نه دئی.
د روانو چارو ددې خپرونې کوربه نصیر احمد کاکړ وو او بشپړه پروگرام به لاندینې درک اوریدلی شۍ:
  • 16x9 Image

    نصير کاکړ

    نصیر کاکړ د کال ٢٠٠٢ راهسې وړمبی په کوټه او وس په واشنگټن کې د وایس اف امریکا سره د خبریال په توگه خدمات ترسره کوي. نصیر کاکړ د وي او ای ډیوه لپاره د نړي والو چارو ترڅنگ، د افغانستان، پاکستان او  ایران او په یو شمیر نورو موضوعاتو ملټي میډیا خبرونه او رپورټونه تیاروي.

     

XS
SM
MD
LG