لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې گیس پائپ لائن تباه کړی شوی

بلوچستان په قدرتي وسائلو سنباله سیمه ده او بلوڅ قام پرسته ډلې وايي د صوبې په قدرتي دولت وړمبی حق د صوبې دی چې مرکزي حکومت يي په سم ډول نه ورکوي. بلخوا مرکزي حکومت وايي صوبه کې د ترقۍ، امنیت، روزگار او اقتصادي پرمختگ دپاره يي گڼ شمیر مراعات اعلان کړې دي

د بلوچستان په ډیره بگټي ضلع کې د گیسو پائپ لائن په بم تباه کړی شوي دی او په نتیجه کې يي د سېمې ځېنې برخو ته د گیس رسد کې خلل رامېنځته شو.

د چارواکو د وینا ترمخه، د ٢۴ اینچه قطر پائپ لائن کې د چاودنې ورسته اور ولگیدو.

چارواکې وايي دا لا په کره توگه نه ده معلومه چې چاودنه د څه دلاسه شوې ده او په دې لړ کې تحقیقات روان دي.

بلوچستان چې د تیرې څه مودې راهسې د ټیټې کچې بغاوت سره مخ دی هلته چارواکې په گیس پائپ لائنونو، امنتي ځواکونو او د حکومت پرضد د حملو ذمه واري په بیلتون خوښه وسله وال بلوڅ گوندونو اچوي.

په خفیه توگه کارکونکې بلوڅ وسله والې ډلې هم په ځېنې وختونو کې د حملو پړه په غاړه اخلي.

بلوچستان په قدرتي وسائلو سنباله سیمه ده او بلوڅ قام پرسته ډلې وايي د صوبې په قدرتي دولت وړمبی حق د صوبې دی چې مرکزي حکومت يي په سم ډول نه ورکوي.

بلخوا مرکزي حکومت وايي صوبه کې د ترقۍ، امنیت، روزگار او اقتصادي پرمختگ دپاره يي گڼ شمیر مراعات اعلان کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG