لاس رسیدونکی لینک

جنوبي پښتونخوا کې د تعلیمي انقلاب په لار کې خنډونه


د تعلیمي کمپین مشر کبیر افغان وايي دې مبارزه کې ورسره تر ٣٠٠٠٠ زیات فعالین مرسته کوي، دوي هر کلې او کور ته ځي چې خلگ د تعلیم په اهمیت پوه کې او په دې يي قانع کې چې خپل بچي سکولونه ته ولیږي
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د لوستونکو څانگه پښتونخوا سټوډنټس ارگنائزیشن (پې ایس او) په جنوبي پښتونخوا کې له روایتي سیاست پرته د تعلیمي انقلاب په لټون دی او غواړي چې د سېمې هر ماشوم په سکول او هر استاز په کلاس کې وي، تړل شوي سکولونه خلاص او بې مکتبه کلو کې سکولونه جوړکړل شي. د پې ایس او تعلیمي کمپین تر دې دمه د بلوچستان تر پښتنې برخو پورې محدود دی.
د تعلیم لپاره د اعلا وزیر صلاح کار سردار رضا محمد بړیڅئ وايي چې ټول بلوچستان کې د تعلیم عام کولو لپاره يي پنځه کلنی تعلیمي پلان غوره کړی چې په عملي کیدو سره به صوبه کې تعلیمي انقلاب راشي. دده په وینا هرکال به ٣٠٠ نوي پرائمري سکولونه جوړوی، ٣٠٠ مډل او ٣٠٠ هائي سکولونو درجه به لوړوي. د صوبې ټول هائي سکولونه به په سینیئر هائي سکولونو بدلوي چیرې چې به تر ١٢ مې ټولگۍ پورې تعلیم ورکول کیږي. ددې هدف لپاره د بلوچستان کلنې بجټ ٢۴ فېصده لگول کیږی.
خو سردار رضا محمد بړیڅئ وايي مشکل دا دی چې د بلوچستان په ٢٢٥٠٠ کلو کې ١٢٠٠٠ کلې له سره سکول نه لري او ددې لپاره صوبائي حکومت له نړي والو ادارو سره په تماس کې دی.
د تعلیمي کمپین مشر کبیر افغان وايي دې مبارزه کې ورسره تر ٣٠٠٠٠ زیات فعالین مرسته کوي، دوي هر کلې او کور ته ځي چې خلگ د تعلیم په اهمیت پوه کې او په دې يي قانع کې چې خپل بچي سکولونه ته ولیږي.
صوبه کې د سرکاري سکولونو د استازانو د تنظیم یو مشر مومن خان ترین وايي د تعلیمي انقلاب له کمپین سره استازان او ولس بشپړه همکاري کوي او د کمپین په ترڅ کې د ماشومانو سکولونو ته په تگ کې ١٥ فیصد زیاتوالی راغلی.
بلوچستان کې د تعلیم د پرمختیه په دې موضوع خبرې اترې د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو پروگرام هیلو وي او ای کې دلته اوریدی شۍ د پروگرام کوربه نصیراحمد کاکړ دی:
  • 16x9 Image

    نصير کاکړ

    نصیر کاکړ د کال ٢٠٠٢ راهسې وړمبی په کوټه او وس په واشنگټن کې د وایس اف امریکا سره د خبریال په توگه خدمات ترسره کوي. نصیر کاکړ د وي او ای ډیوه لپاره د نړي والو چارو ترڅنگ، د افغانستان، پاکستان او  ایران او په یو شمیر نورو موضوعاتو ملټي میډیا خبرونه او رپورټونه تیاروي.

     

XS
SM
MD
LG