لاس رسیدونکی لینک

بلوچستان کې د تعلیم خراپه وضع اود ائېن خلاف ورزي


په بلوچستان کې د تعلیم د وزارت صلاحکار سردار رضا محمد بړیڅئ وايي نوئ ائتلافي حکومت ژمن دی چې د صوبې هر بچئ سکول ته روان شي او دا وجه ده چې په بچټ کې يي د تعلیم برخه له ٢٣ فیصده څخه زیاته کړې ده. "دا زمونږ لپاره لوې چیلینج دی چې په دومره زیات شمیر ماشومان په سکول کې داخل کړو."
د پاکستان بلوچستان چې د هیواد تر ټولو شاته پاته، په مځکني اعتبار د ټولو غټ او په طبیعي زیرمو شتمن ایالت دئ خو چارواکې وايي له ٣٦ لکه ماشومانو څخه ٢٣ لکه ماشومان سکولونو ته نه ځي او شا ؤ خوا اووه فیصده ماشومان دیني مدرسو کې مذهبي ذدکړې کوي.
د ذدکړو او ښونې وزارت چارواکې وايي صوبه کې د سکولونو او دیني مدرسو شمیر نزدې یو برابر دئ. ١٢٦٠٠ سکولونه او تر ١٠٠٠٠ زیاتې دینې مدرسې دي.
د تعلیمي چارو کارپوه پروفیسر منیر کاکړ وايي په سرکاري سکولونو کې د تعلیم معیار نشته، زیاتره استازان حاضر نه وي، نصاب يي عصري تقاضې نه پوره کوي، کلاس رومز، د څښکلو اوبه او تشنابونه نه وي او د ماشومانو تعلیم ته متوجې کولو لپاره سرکاري سکولونه غیر نصابي فعالیتونه نه لري.
دده په وینا بلوچستان کې ٥٦٠٠٠ استازانو د څارنې لپاره د یو مربوط نظام د نشتوالي د امله شا ؤ خوا ٢٠٠٠ سکولونه غیر فعاله دي.
په بلوچستان کې د تعلیم د وزارت صلاحکار سردار رضا محمد بړیڅئ وايي نوئ ائتلافي حکومت ژمن دی چې د صوبې هر بچئ سکول ته روان شي او دا وجه ده چې په بچټ کې يي د تعلیم برخه له ٢٣ فیصده څخه زیاته کړې ده. "دا زمونږ لپاره لوې چیلینج دی چې په دومره زیات شمیر ماشومان په سکول کې داخل کړو."
هغه وايي دا وخت هم تر ١٢٠٠٠ زیات کلې له سره سکول نه لري. ددې پوښتنې په جواب کې چې د پاکستان ائین د هر ماشوم لپاره تعلیم لازمي او مفت گرځولی نو ایا د بلوچستان حکومت له ائین څخه سرغړونه نه کوي؟ نو سردار رضامحمد وايي بالکل، دا د ائین خلاف ورزي ده چې مونږ خپل ماشومانو ته تعلیمي اسانتیاوي نه دي برابرې کړې.
اتلسم ائیني بدولون کې د پاکستان په اساسي قانون کې یوه نوي ماده د ٢٥ ای اضافه شوې چې د پنځه کاله څخه بیا د ١٦ کلونو پورې ماشومانو ته د لازمي او مفت تعلیم د حق ضمانت ورکوي.
د پلډیټ نومې یو غیر دولتي پاکستانۍ اداره وايي پاکستان کې ٥٥ میلیون تنکې ځوانان لیک او لوست نشې کولائ. د تعلیم په هکله د ملگري ملتونو د کال ١٩۴٨ د قرارداد ٢٦ (١) ماده وايي هر څوک د تعلیم حق لري او دا چې تر پرائمري پورې تعلیم باید ویړیا وي.
د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو د روانو چارو په خپرونه کې په دې باب بشپړه بحث دلته اوریدلی شئ:
  • 16x9 Image

    نصير کاکړ

    نصیر کاکړ د کال ٢٠٠٢ راهسې وړمبی په کوټه او وس په واشنگټن کې د وایس اف امریکا سره د خبریال په توگه خدمات ترسره کوي. نصیر کاکړ د وي او ای ډیوه لپاره د نړي والو چارو ترڅنگ، د افغانستان، پاکستان او  ایران او په یو شمیر نورو موضوعاتو ملټي میډیا خبرونه او رپورټونه تیاروي.

     

XS
SM
MD
LG