لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتون د هنري لاسونو نقشونه د مارگلې نه تر بولانه


پخوانی صدر پرویز مشرف صدارتي ماڼۍ کې د طارق کاکړ د فن ننداره کوي
پخوانی صدر پرویز مشرف صدارتي ماڼۍ کې د طارق کاکړ د فن ننداره کوي
د گوتو او ذهن د کمال باچا، پښتون هنر مند طارق کاکړ د خپل فن نخښې د پاکستان اسلام آباد کې د واک او اختیار له مرکزونو واخله بیا د کوټې ښار تر سړکونو پورې پریښې دي. په دغه فني نخښو کې د پاکستان اولسې ژوند، کلتور، تاریخ او د هیواد د اوسیدونکو خلگو ځانگړې تهذیبې او هنري وراثتونه شامل دي.
وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته مرکه کې طارق کاکړ په خندا وايي چې د مجسمه سازۍ په فن کې کمال ته تررسیدو وړاندې هغه به د گاونډي کولال څخه خټه غلا کوله او مجسمې يي جوړولې. هغه یادوي "لومړۍ مجسمه مې د شپږ کاله په عمر کې د چرگې جوړه کړې وه."
هغه په پخواني شوري اتحاد یا روس کې د مجسمه سازۍ په فن کې ایم ای یا ماسټرز او بیا ایم فل کړی خو دغه ارمان يي اوس هم په زړه دی چې درې لکه روپۍ يي نه درلودلې او له پې ایچ ډي یا ډاکتریټ ډگري ترلاسه کولو څخه پاتې شو. طارق کاکړ وايي "د پاکستان حکومت، شته من خلگو او نه هم خپل خپلوانو دا پېسې راکړې."
هغه وايي د پخواني شوري اتحاد په ریاست د منځني یورپ په هیواد ملدووا کې يي د تعلیم په مهال د نتالیا سره واده وکړ، کور ودانه يي هم د مصورۍ یا نقاشي هنر لري. د فن او هنر دغه دواړه شتمنو د پاکستان په بیلا بیلو برخو کې د ژوند ١٢ کاله تیر کړل.
د پوځي واکمن جنرال پرویز مشرف په وخت کې يي په صدارتي ماڼئ کې پورټریټس او مجسمې جوړې کړې، د اسلام اباد په لوک ورثه، د لاهور په پاکستان مینار، د کراچۍ په کارساز، د راولپنډۍ په ایوب پارک، پیښور او د کوټې په چهاوڼیو کې يي مجسمې، پینیټگز او نور ځانگړې اثار جوړ کړل.
خو په پاکستان کې د پښتنو ارټسټانو یا هنرمندانو د بې قدرۍ په هکله څه رنگه چې کاکاجي صنوبر حسین خان وايي:
خدایا دا بازار تالا کړې په مغلو
د مفلس حسن په یو موټي چڼو ځي


هم دا ډول طارق کاکړ په مات زړه راته وویل "بیا داسې وخت راغلې چې ٢۴ ساعته کې دننه د خپل سر او بچیانو د حفاظت په خاطر پاکستان پریښودلو ته مجبور شوم."
ښاغلی طارق چې بلوچستان مرکزي ښار کوټې کې زیږیدلی او لومړۍ زدکړې يي هم په کوټه کې وکړې دا وخت په یوکرائن کې د خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.
هغه وايي مجسمه سازي د پښتنو په خټه کې اغیږل شوې ده. د بامیان بتان په "بالامیان" یادوي او د گندهارا تهذیب په هکله وايي دا ټوله لاسې، فکري او هنري کارونه پښتنو کړې دي. طارق کاکړ زیاتوي د کوټې او پیښور غرونه له داسې لرغونو اثارو ډک پراته دي.
دی وايي پښتنو تر یوناني سکندر اعظم وړاندې هم د مجسمه سازۍ په فن کې کمال درلود "اوس هم هر پښتون ځوان او میرمن په اسانۍ مجسمه سازي او نقاشي کولائ شي خو په دې شرط چې له ځان سره آشنا وي."
د طارق کاکړ مجسمې او نقاشیانې که یوې خوا په صدارتي ماڼۍ کې ځائې میندلی او بلې خوا د پاکستان په څلورواړه صوبو کې په پارکونو او څلور لارو کې د نندارې لپاره پرتې دي خو د یو پښتون هنرمند د پاره د خپل وطن تنگ والی او بې غوري د ځوان شاعر قیصر اپریدی دغه شعر رایادوي:

د زړه درد پکښې دفن دی ځما
قیصره فن دی که مدفن دی ځما

طارق کاکړ د خپل ژوند په باب نور څه وايي؟ دلته يی اوریدی شۍ
please wait

No media source currently available

0:00 0:08:12 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG