لاس رسیدونکی لینک

پاکستاني ځواکونو بلوچستان کې د القاعده غړی وژلی


ایبټ آباد کې اوسامه بن لادن د وژل کیدو ورسته، ایمن الذواهري د القاعده مشر ټاکلی شوی دی

د افغانستان سره په پوله بلوچستان کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په یو انگڼ چاپه وهلې او د القاعده یو مشکوک غړی يي وژلی دی . دا خبره د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بگټي کړې ده .

کوئټه کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې سرفراز بگټي د ووژل شوي تن شناخت د عمر لطیف په نوم وکړو او ويې وئیل کارروائۍ کې د هغه ښځه او دوه بچي امنیتي ځواکونو نیولي دي .

سرفراز بگټي ووئیل عمر لطیف شاؤخوا اته میاشتې وړاندې د افغانستان نیمروز ولایت نه بلوچستان ته راغلی ؤ او تعلق يي لاهور سره دی .

نور تفصیل د کوئټې نه د وي او ای ډیوه خبریال حمید سمسور په رپورټ کې دلته اوریدی شئ :

XS
SM
MD
LG