لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ کې د امن لښکر یو مشر وژل شوی، داعش د حملې ذمه واري اخیستې


باجوړ او د پاکستان په نورو قبائیلي سیمو کې گڼ شمیر داسې قبائیلي مشران په هدف کړی شوي دي چې وسله والو خلاف یي د حکومت سره مرسته کوله او یا يي په مقامي توگه د امن لښکرې جوړې کړې وې
باجوړ او د پاکستان په نورو قبائیلي سیمو کې گڼ شمیر داسې قبائیلي مشران په هدف کړی شوي دي چې وسله والو خلاف یي د حکومت سره مرسته کوله او یا يي په مقامي توگه د امن لښکرې جوړې کړې وې

افغانستان سره په پوله د پاکستان په قبائیلي سېمه باجوړ کې د امن لښکر یو مشر په ډزو وژل شوی دی چې داعش سره تړون لرونکې د طالبانو یوې ډلې يي ذمه واري په غاړه اخیستې ده.

د باجوړ پولیټیکل ایجنټ محمد یحیا اخونزاده ترمخه، د خالي یا شنبې په ورځ ماښام ناوگۍ تحصیل کې وسله والو چارمنگ سېمه کې طالبانو خلاف د ځائي امن لښکر په یو مشر ډزې وکړې.

د لښکر مشر سید غلام په حمله کې ووژل شو.

شاهد الله شاهد چې طالبانو نه جدا شوي د طالبانو ډلې ترجمان دی او داعش سره يي د الحاق اعلان کړی، په سید غلام د حملې ذمه واري يي په غاړه اخیستې ده.

هم باجوړ کې یو بل حکومت پلوه قبائیلي مشر ملک صادق جان د بم په چاودنه کې زخمي شوی خو د هغه یو وراره او یو بل کس وژل شوی دی.

ملک صادق جان په مومندو تحصیل کې په نخښه شوی دی.

د یو عیني شاهد د وینا ترمخه، ملک صادق جان جومات کې مونځ نه ورسته راوتلو چې بم چاودنه پرې وشوه.

باجوړ او د پاکستان په نورو قبائیلي سیمو کې گڼ شمیر داسې قبائیلي مشران په هدف کړی شوي دي چې وسله والو خلاف یي د حکومت سره مرسته کوله او یا يي په مقامي توگه د امن لښکرې جوړې کړې وې.

داعش یا دولت اسلامي په شام او عراق کې فعاله وسله واله ډله ده چې په پراخه سېمو يي قبضه کړې او د مخالفینو د او د اقلیتونو د زورولو په وجه يي سېمه کې تشویش راپارولی دی.

Recommended

XS
SM
MD
LG