لاس رسیدونکی لینک

چودهري نثار واېي پاکستان کې په زرګونو مشکوک کسان نېول شوي


Peshawar Army school attack

اسلام الدین ساجد

د پاکستان د داخله چارو وزیر چودهري نثار علي خان تیره ورځ د سېنټ یوی غونډې ته وېلي د پېښور آرمي پبلک سکول د خونړي برید وروستو په ګرد هیواد کې د اووه دېرش زرو نه سوا مشکوک کسان نېول شوي. داخله وزیر زیاته کړې د ترهګرۍ د ختمون لپاره جوړې قامي تګلارې یا نېشنل اېکشن پلان لاندې په تېرو ۴ میاشتو کې د قباېلي سېمو په شمول په ۴و واړو صوبو کې د ترهګرو مرکزونه هم تباه کړې شوي. او په ګرد هیواد کې حالات اوس د حکومت په کنټرول کې دي. د داخله وزیر د خبرو نور حال او څېړنه د ډیوه ریډیو او ټي-وي خبریال اسلام الدین ساجد پدی رپورټ کې اوریدې شۍ.

XS
SM
MD
LG