لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه به د اتوار په ورځ د کابل سفر کوي


د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه به د اتوار په ورځ په یو مهم سفر افغانستان ته ځي چرته چې به هغه د افغان چارواکو تر څنګ د امریکا پوځي مشرانو سره هم ملاقاتونه کوي.

د افغان چارواکو سره په ملاقات کې به د پاکستان د پوځ مشر د دواړه هیوادونو تر مېنځ د پولې د امنیت او دوه اړخیزه امنیتي مرستو په شمول یو شمیر نورو مهمو مسلو خبرې کوي.

د پاکستان د پوځ مشر دا سفر په داسې حال کوي چې د اسلام اباد او کابل تر مینځه اړیکې د شکونو او بې باورې سره مخ دي او دواړه هیوادونه پرله پسې په یو بل د ترهګرو ډلو د مرستو تورونه لګوي.

تر اوسه د جنرال قمر باجوه د سفر په سرکاري توګه څه تفصیلات نه دي وړاندې شوي خو یو پاکستاني چارواکي د نوم نه خودلو په شرط وي او ای ته ویلی په دغه سفر کې به د پاکستان د پوځ مشر دافغان صدر اشرف غني سره هم ملاقات کوي.

امریکا اوافغان حکومت بیا بیا په پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره يې هغه ترهګرو له پناه ځایونه ورکړي کومې چې په افغانستان کې د افغان عسکرو پرضد جنګیږي. پاکستان دغه تورونه ردوي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ هم د افغانستان اوسویلي اسیا په اړه دامریکا د نوې تګلارې اعلانولو په وخت په پاکستان نیوکې کړې وې چې نورې دې د ترهګرو مرستې پریږدي.

پاکستان د افغانستان سره په پوله (ډیورنډ کرښه) د خپلې خوا نه د ازغن تار لګولو په شمول یو شمیر نور امنیتي ګامونه هم پورته کړي. د افغانستان حکومت بیا بیا په پوله ددغه شان ګامونو اودرولو غږ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG