لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : فضائي حملو کې ۱۵ ترهگر وژل شوي


شمالي وزيرستان کې د روان اپرېشن په نتيجه کې د رامنځته کېدونکو مرگ ژوبلو د ازادو سرچينو څخه پخلی نه شي کېدی ، ځکه چې دغې علاقې ته د ميډيا رسد نه کيږي .
شمالي وزيرستان کې د روان اپرېشن په نتيجه کې د رامنځته کېدونکو مرگ ژوبلو د ازادو سرچينو څخه پخلی نه شي کېدی ، ځکه چې دغې علاقې ته د ميډيا رسد نه کيږي .

د پاکستان قبائيلي سيمي شمالي وزيرستان کې د ترهگرو په ضد روان ضرب عضب اپرېشن په تازه فضائي حملو کې پوځ د ۱۵ ترهگرو د وژنې ادعا کړې ده . نن د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره په افغانستان کې د نړيوالو اتحادي ځواکونو مشر کمانډر جنرل جان کېمبل هم ليدلي دي .

د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي اېس پي ار لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې نن د گل په ورځ د شمالي وزيرستان په تبۍ علاقه کې پوځ د گن شپ هيلي کاپټرو د لارې د ترهگرو پينځه پټې ځالې او د بارودو ډک ۱۰ گاډي هم تباه کړي دي .

شمالي وزيرستان کې د روان اپرېشن په نتيجه کې د رامنځته کېدونکو مرگ ژوبلو د ازادو سرچينو څخه پخلی نه شي کېدی ، ځکه چې دغې علاقې ته د ميډيا رسد نه کيږي .

د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پاکستاني پوځ درې مياشتې وړاندې وروستو له هغې د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ، چې لا هم دوام لري ، چې کله د کراچۍ په هوايي اډه باندې د بريد پړه وسله والو طالبانو او ازبک جنگيالو د دغې پېښې پړه په سر واخيسته .

د ائي اېس پي ار لخوا جاري شوي بل بيان کې وئيل شوي ، چې افغانستان کې د نړيوالو اتحادي ځواکونو اېساف مشر کمانډر جنرل جان کېمبل نن په جنرل هېډکوارټر راولپنډۍ کې ليدلي دي . جنرل کمېبل د پاکستان دغه لمړی سفر کړی دی چې کله يې په افغانستان کې د اېساف کمان سمبال کړی دی .

د پوځ د بيان ترمخه د دواړو پوځي مشرانو ترمينځ په دغې ليدنه کې افغانستان کې په روانو حالاتو او په شمالي وزيرستان کې روان ضرب عضب اپرېشن باندې خبرې اترې کړي دي .

د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پاکستاني پوځ د وسله والو جنگيالو په ضد د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ، او پوځ ادعا کوي چې په دغو عملياتو کې يې تراوسه پورې نزدې ۱۰۰۰ ځايي او بهرني جنگيالي وژلي ، او پوځ وايي په سيمه کې عمليات په کاميابۍ سره روان دي .

شمالي وزيرستان کې د پوځي اپرېشن په نتيجه کې د ۱۰ لکو پورې ځايي خلک بې کوره شوي ، او هغويې د خېبرپختونخوا په مختلفو علاقو کې د کډوالۍ ژوند کوي .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG