لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ښا- نو چل په عربۍ کې دی


د انگريزۍ ورځپاڼې ډان يو خبر مې د نظره تير شو وايي د پاکستان د قامي اسمبلۍ ځیني غړي دا سپارښتنې کوي چې حکومت او پارليمان دې په سکولونو کښې ماشومانوته عربي ژبه د لازمي مضمون په توګه دښودلو قانون منظورکړي.

د دوې منطق دا دی چې د عربۍ ژبې سره د شناخت نه لرلو په وجه ترهگري سېوا شوې ده.

دا سپارښتنه د جمعیت علما اسلام مولانا فضل الرحمان گوند د قامي اسمبلۍ غړې نعيمه کشور خان د پارلیمان یوې کميټۍ ته وړاندې کړې او ناشنا خبره دا ده چې د بحث په وخت خپله هغه موجود هم نه وه.

خو د هغې د فکر ملګرې او د مسلم ليگ ن پروين مسعود بهټي وايي “مونږ ټوله توجه په انگريزۍ ژبه ورکړې او خپلو بچو ته عربي ژبه نه ښايو نو هم دا علت دی چې ترهگري سېوا شوې ده.٬٬

لکه چې دغه ملاتړ کم وو نو واکمن مسلم لیګ ن سره په هره مورچه کې په جګړه کې بوخت د مخالف ډلې تحريک انصاف غړې نفيسه خټکهم د عربۍ ژبې د لازمي مضمون په توګه په سکولونو کښې ښودل مثبت ګام بللی.

د نفیسه خټک دلیل دا وو چې عربي ژبه به د ماشومانو د قران په پوهيدو کښې مرسته اوکړي او بل به ډير روزگارونه هم پيدا کړي.

دغه دلیل ته زه هیڅ ځواب نه وایم خو د کميټۍ چيرمين رانا محمد حيات خان اوويل چې د عربۍ زده کولو سره هيڅ روزگار نه شي پيدا کيدای. هغه د علامه اقبال د وينا حواله ورکړه که چرې عربي زده کړې نو بل هيڅ کار نه شۍ پيدا کولی خو فقط تيل خرڅولی شې.

اوس به دې ميرمن ته دا څوک ور په ګوته کړي چې په عربۍ ژبه پوهيده به څنګه ترهګري ختمه کړی؟

د ترهګرۍ لنډ تاریخ ته که اوکتل شي نو په دغه کار خو یا هغه کسان ککړ دي چې عربي يي مورنۍ ژبه ده او یا بیا هغه دي چې عربي يي په مدرسو کې زده کړې.

د ترهګرو يو څو نومونه درته شمارم نور تاسو پخپله قضاوت اوکړۍ چې په عربۍ پوهه دغه کسانو ولې په زرګونو بی ګناه خلک په بمونو الوځولي.

بيت الله محسود، قاري حسين، حکيم الله محسود او نور ملگري، د تحريک طالبان اوسنی مشر مولانا فضل الله او د اوسني داعش مشران- دې ټولو د پاکستان په ديني مدرسو کښې سبق ويلی دی او په عربۍ د پوهې مثالونه یي هم د دوي په ویډیو پیغامونو کې موجود دي. دا ټول عربي لکه د طوطي په شان وايي.

دغه شان اساما بن لادن، ايمن الزواهري، ابوبکر البغدادي او په امريکه کښې د 9/11 د ترهګرۍ په بریدونو کې ککړ ټول په ټوله عرب وو.

د پاکستان د پارلیمان د غړو لخوا د ترهګرۍ ختمولو لپاره د عربۍ ژبې د زده کړې په اړتیا پورې راته د افغانستان د پخواني اولس مشر ارواښار ډاکټر نجيب هغه متل راياد شو چې د پوځ سر لښکر شاه نواز تڼۍ د ناکامه کوداتاه په وخت ېې کړی و.

ډاکټر نجيب ته خپلو مشاورو اویل چې دشاه نوازتڼۍ سره روغه جوړه به سوله راولي نو ډاکټر نجيب اويل چې د يوې ښځې ماشوم زيږيدو او ډيره په تکليف کښې وه نورې ډيرې ښځې هم ورته راټولې وې او هر چا مشوره ورکوله چې څنګه ېې تکليف کمولی شي. يوې ښځې مشوره ورکړه چې دا مخ ورله پټ کړۍ نو دا ډيره ګڼه ګوڼه به نه ويني او کيدی شي تکليف ېې کم شي.

ښځو چې ګیر چاپیره اوکتل نو د مخ پټولو د پاره نور څه نه وو چا اواز کړو چې دا د خاوند پرتوګ يې پروت دی دا پرې ورواچوۍ نو ښځې چغې کړې چې نا-لرې که هم دې پرتوګ خو راسره دا هر څه کړي دي.

که اوس هم پوهه نه يۍ نو د عزتمندومومندانو په ژبه به ېې نوره هم اسانه کړم چې زه مرم د غوچې او ته بيا وايې غوچې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG