لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آیا پاکستان به د نړیوالو قرضو نه خلاص شي؟


A Pakistani currency dealer counts U.S. dollar notes at his shop in Karachi October 23, 2008. Pakistan has not formally asked for a facility from the International Monetary Fund (IMF), the prime minister's top adviser on economic affairs said on Thursday,
A Pakistani currency dealer counts U.S. dollar notes at his shop in Karachi October 23, 2008. Pakistan has not formally asked for a facility from the International Monetary Fund (IMF), the prime minister's top adviser on economic affairs said on Thursday,

د اقتصادي کارپوهانو په وینا دا وختې پاکستان باندې دنړیوالو مالیاتی ادارو او په کور دننه د بنکونونه په سود د قرضونو اخستو حد د یوسل شپیته اربه ډالرو نه اووختې دی. یو اقتصادي کارپوه اکرام الله د ډیوه ریډیو هیلو-وي- او-ای پروګرام کې وېلي دغه قرضو کې بهرنۍ قرضه دوه اویا اربه ډالره او په کور دننه د اتیا اربه ډالره نه سوا پاتې دي. او زیاتوي دا وخت پاکستان د نوې قرضونو پروګرام لاندې نزدی شپږ اربه ډالره نوره قرضه اخلي چې ددې سره به راتلونکو دوه کلونو کې په پاکستان ټوله نړیواله قرضه ۷۸ اربه ډالره ته اورسي.

پاکستان ددې خبری پابند دی چې ټاکل شوې موده کې به په قسطونو کې دغه پېسې سره د سوده واپس کوي. خو اکرام الله واېي پاکستان چرې هم اغستې شوي قرضونه په وخت نه دي واپس کړي. هم دغه وجه ده چې اکثره قسطونه پری پاتې وي، او سود پرې دوه او درې چنده زیات شي.

دغه اقتصادي کار پوهه د ډیوه ریډیو په خپرونه کې واېي پاکستان به دوه کارونه کوي یو دا چې خپلې خرچې به راکموي او دویم دا چې ټېکسونه به سوا کوي نو بیا کېدې شي په بهرنیو قرضو اغستو قابو اومومي.

پاکستان ورځ په تیریدو د قرضونو په دام کې ګېرېږي، او د خپلې ددی ناباورۍ له وجې چې په وخت قرضې نه واپس کوي او د مالیاتي ادارو شرطونو پوره کولو کې هم ناکامه کېږي. پری نړیوالې مالیاتي ادارې داسې نوي نوي شرطونه لږوي چې د خټو نه د وتو پر ځاېې هم په خپل ځاېې تاویږي. او اوس خو ېې هال دا دی چې که نوری قرضې نه اخلي نو نه زړی قرضې ختمولې شي بلکه هیواد د مالیاتي اړي ګړي سره مخ کیدې شي.

نړیوالې ادارې به هم نه غواړي چې پداسې حالاتو کې پاکستان د مالي بحران سره مخ شی ځکه چې دوي هم پدی پوهه دي چې بیا به دغه هیواد په ځاېې کولو باندی نوره زیاته خرچه کېږي. او د سرو سپېنو په ډهیري ناست د پاکستان واکمنان هم پدغه ګوته خه پوهه دي.

پدغې موضو نور معلوماتي بحث د ډیوه ریډیو هېلو وي- او-اې پروګرام کې شوې تاسو ېې په لاندیني لنک اوریدې شۍ. د پروګرام کوربه نوشیروان قلندر وؤ.

http://www.voadeewaradio.com/audio/2878512.html

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG