پاکستان به په هیواد کې میشته د غیرقانوني افغانانو د نوم لیکنې یا رجسټریشن عمل په ائنده میاشت، اکتوبر، کې شورو کوي خو مقصد به يي افغانانو ته د مهاجر یا د کډوال درجه ورکول نه وي.
د سرحداتاتو او ریاستي چارو د وزارت سیکریټري پیر بخش جمالي وي او ای ډیوه ته ویلي د رجسټریشن مقصد افغانانو دپاره هیواد ته د تگ په لړ کې سفري دستاویزات برابرول دي. هغه وویل دغه عمل به د افغان حکومت او مهاجرینو دپاره د ملگرو ملتونو ادارې یو این ایچ سې ار په مرسته ترسره کولی شي.
په دې اړه نور تفصیل اسلام اباد نه د وي او ای ډیوه خبریال پیرولایت شاه په رپورټ کې دلته اوریدی شۍ: