لاس رسیدونکی لینک

د پاکستان د پوځ خبرداری: سرحد نه لرونکو هیوادونو ته ځای ورکول به د افغانستان بې ثباتي نوره پېچلې کړي


د افغانستان صدر اشرف غني په کابل کې د پاکستان د پوځ مشر جنرل فمر جاوید باجوه سره په یوه وړاندینۍ ناسته کې

د پاکستان پوځ خبرداری کړی دی چې د افغانستان بې ثباتي نوره هم پیچیده کیدی شي که د جنگ ځپلې هیواد سره سرحد نه لرونکو هېوادونو ته هلته د " سټراټېجک او د عملیاتو" ځای ورکړل شي.

د پاکستان د گډو ځواکونو مشر يا چيرمين جواينټ چيف آف سټاف جنرل زبير محمود حيات په اسلام اباد کې یوې غونډ ته وویل په افغانستان کې د موجوده بې ثباتۍ گڼ شمیر وجوهات دي.

هغه وویل په افغانستان کې "د دایمي بې ثباتۍ یو شمیر عوامل دي، دا تنقید نه دی بلکې حقیقت دی. په دې کې د تشدد خلاف مقامي قوتونه، کمزوری حکومت، مخ په زیاتیدونکی نسلي تقسیم، جنگ سالاري، نشۍ توکي او د مفاهمت سست روه عمل شامل دي."

جنرل محمود وویل که په افغانستان کې داسې نورو هیوادونو ته "سټرټېجېک" او د عملیاتو ځای ورکړی شو چې حق یې نه لري نو د جنگ ځپلې هیواد بې ثباتي نوره هم پېچیده کیدی شي

جنرل محمود وویل که په افغانستان کې داسې نورو هیوادونو ته "سټرټېجېک" او د عملیاتو ځای ورکړی شو چې حق یې نه لري نو د جنگ ځپلې هیواد بې ثباتي نوره هم پېچیده کیدی شي.

پاکستان د افغانستان او د هند ترمنځ مخ په زیاتیدونکو پوځي او اقتصادي تعلقاتو ته د شک په نظر کتنه کوي او پاکستاني مامورین وايي هندوستان د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمالوي.

خو افغان چارواکي وايي د خپل هیواد خاوره به د پاکستان په شمول د بل هیواد پرضد د کارول کیدو اجازت ور نه کړي.

جنرل محمود وویل هند پاکستان پرضد روايتي جنگ جاري ساتلی دی او دا په يو لوي جنگ کښي هم بدليدې شي. هغه زیاته کړه په افغانستان کې د امن د خرابو حالاتو آغيز په گرده سيمه پرېوتی شي.

هغه زیاته کړه چي افغانستان کښي موجود د ترهگرو مرکزونو له وجې مسلې زياتې شوي دي او پاکستان د افغانستان د خرابو حالاتو دروند قيمت ادا کړی دی.

که جنرل محمود په افغانستان کې میشته د وسله والو مرکزونه په خپل هیواد کې د ترهگرۍ سبب بولي نو افغان مامورین وايي د طالبانو او حقاني ډلې مشران په پاکستان کې پناه ځایونه لري او د هلته څخه په افغانستان کې حملې ترسره کوي.

د جنرل زبير وينا وه چي پاکستان د تيرو ١٦ کالو نه د ترهگرې پرضد جنگ کښي بوخت دې اؤ دې جنگ له وجئ د پاکستان د ٨٣٠٠٠ نه زيات خلق وژل شوي دي چي پکښي ٢٨٠٠٠ پوځیان، ۴٠٠٠ پولیس او ٥٠٠٠٠ ؤ نه زیات ملکي کسان شامل دي.

جنرل زبير وايي پاکستان افغانستان کښي موجود د ټولو فريقېنو په صلا د مفاهمتي عمل ملاتړ کوي.

جنرل زبیر وویل افغانستان او پاکستان په روایتي، مذهبي، تاریخي، او ثقافتي رشتو کې تړلي هیوادونه دي. "پاکستان د افغانستان د جگړې منصفانه، قانوني او دوام حل غواړي."

XS
SM
MD
LG