لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان لخوا افغانستان کې د طالبانو د ورستۍ حملو غندنه


ددې میاشت په شورو کې پاکستان د افغان فوج مشر جنرل شیرمحمد کریمي ته کاکول ایبېټ اباد کې د فوج د افسرانو د تربيي ختیمدو یا پاسنگ اوټ پریډ دستورې وینا کولو بلنه ورکړه. هغه وړمبی غیرملکي شخصیت دی چې دغه اعزاز ورته ورکړی شو. دستوره د پاکستان په ټولو ټیلې وژن چینلو وښودلی شوه
ددې میاشت په شورو کې پاکستان د افغان فوج مشر جنرل شیرمحمد کریمي ته کاکول ایبېټ اباد کې د فوج د افسرانو د تربيي ختیمدو یا پاسنگ اوټ پریډ دستورې وینا کولو بلنه ورکړه. هغه وړمبی غیرملکي شخصیت دی چې دغه اعزاز ورته ورکړی شو. دستوره د پاکستان په ټولو ټیلې وژن چینلو وښودلی شوه

پاکستان د زیارت یا پنجشنبې په ورځ افغانستان کې پسرلي د موسم جنگ شورو کولو سره سم د طالبانو د ورستۍ حمله غندنه کړې، چې د پاکستان لخوا یو غیرمعمولي اقدام گڼلی کیږي او ښائي پاکستان د په یو وخت کې د طالبانو کلک ملگری وو او ترې ځان جدا کول غواړي.

د تیرو لسو کلونو نه زیات وخت راهسې د پاکستان په فوج دا الزام لگول کیږي چې د پسرلې د راتگ سره سم جنگ شورو کولو کې د طالبانو په خفیه ډول ملاتړ کوي او د جنگ په منصوبه سازۍ کې د طالبانو لاس امداد کوي او دا چې طالبان جنگ دپاره پاکستان کې پناه ځایونه استعمالوي.

هم دغه الزامات چې د افغانستان روان جنگ پاکستان لاس لري، د گاونډي هیوادونو په تعلقاتو کې د تاوتریخوالي او د بې اعتمادۍ سبب گرځي.

په ورستۍ هفتو کې اسلام اباد داسې گامونه اخیستې چې پاکستاني چارواکې اسرار کوي دغه اقدامات ښائي هیواد يي د طالبانو سره نه بلکه د افغان حکومت سره د نزدې تعلقات او همکاري غواړي.

د پاکستان ددغه ارادي څرگندونه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وشوه چې د خارجه وزارت ترجمانې خپل هفته وار خبري کانفرنس افغانستان کې د طالبانو دلاسه رامېنځته شوي تشدد غندنه وکړه.

خبري کانفرنس کې پوښتنه وشوه چې گني طالبانو لخوا د پسرلي د موسم جنگ هیواد کې امن دپاره کوښښونو ته زیان نه رسوي؟ نو د خارجه وزارت ترجمانې تسنیم اسلم وویل افغانستان کې د تشدد زیاتوالې غندنه يي وړاندې کړې ده او هیواد کې د قامي مفاهمت عمل شورو کیدو ته سترگې په لاره دي.

ددې میاشت په شورو کې پاکستان د افغان فوج مشر جنرل شیرمحمد کریمي ته کاکول ایبېټ اباد کې د فوج د افسرانو د تربيي ختیمدو یا پاسنگ اوټ پریډ دستورې وینا کولو بلنه ورکړه. هغه وړمبی غیرملکي شخصیت دی چې دغه اعزاز ورته ورکړی شو. دستوره د پاکستان په ټولو ټیلې وژن چینلو وښودلی شوه.

افغانستان کې امن دپاره پاکستان طالبانو سره هم خفیه رابطې کړې دي چې طالب مشران خبرو اترو ته اماده کړي. افغان صدر اشرف غني په واک کې د راتلو ورسته پاکستان سره تعلقاتو کې د نوي باب پرانستلو لوظ کړې دی خو په ورستۍ ورځو کې افغانستان کې د طالبانو په حملو کې چټکتیه داسې ښکارې چې گنې د ملگرتیا دغه ارادې به زیانمنې کړي.

میرمن تسنیم اسلم د خپل هیواد دا اراده تکرار کړه چې افغانستان کې د امن او مفاهمت ملاتړ به جاري ساتي. هغه وویل افغان کې قلاري د پاکستان کې قبائیلي سرحدي سېمو کې امن دپاره اهمیت لري.

تسنیم اسلم وايي افغانستان سره همکارۍ مخ په زیاتیدو ده، د دواړو هیوادونو مشران د دورو تبادلې، صلاح مشورې او رابطې کوي او دا چې پاکستان به ددې خبرې اجازت نه ورکوي چې خاوره يي د افغانستان یا د بل هیواد خلاف استعمال شي.

پاکستان د افغانستان سره په پوله ځینې سیمو کې د وسله والو خلاف کارویانې شورو کړې دي چې پکې شمالي وزیرستان کې د ضرب عزب په نوم اپریشن هم دی. پاکستاني فوجي مامورین وايي اپریشن وسله والو ته سخته ضربه رسولې ده، چې پکې د سلگونو په شمیره خارجي او ځائي وسله وال وژل شوي دي او په پراخه سېمې د وسله والو د موجودگۍ نه صفا کړی شوي دي.

هم د زیارت په ورځ د پاکستان فوج وویل خیبرایجنسۍ کې يي وسله والو سره جگړه کې پنځه عسکر او شا او خوا ٣٠ وسله وال وژل شوي دي. فوج وویل د وسله والو گڼ شمیر مرکزونه هم ونیولی شول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG