لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوله نه خوښونکو طالبانو خلاف به کاروائي دوام لري


د افغانستان اجرائیه ریئس عبدالله عبدالله
د افغانستان اجرائیه ریئس عبدالله عبدالله

د پاکستان پوځ مشر جنرل راحیل شریف کابل کې د افغانستان اجرائیه ریئس عبدالله عبدالله سره د اتوار، یکشنبې، په ورځ لیده کاته وکړل او دواړو مامورینو افغانستان کې د امن، ترهگرۍ خلاف د مشترکه جگړې او ترهگرو خلاف په اقداماتو خبرې اترې وکړي.

د جنرل راحیل او عبدالله عبدالله د ملاقات په اړه کابل کې د صدر اشرف غني ددفتر، ارگ، نه جاري شوی بیان وايي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو ځنډیلي لړۍ دې بیا شورو کړی شي.

طرفینو په دې خبره موافقه ترلاسه کړه چې سوله نه غوره کونکو طالبانو خلاف به اقداماتو ته دوام ورکولی شي.

"همدارنګه دواړو لوریو موافقه وکړه، چې د طالبانو له هغو ډلو سره به د سولې او خبرو بهیر ته، چې مذاکرې او پخلاینې ته تیار دي ادامه ورکړي او هغه ډلې چې ترهګریزو فعالیتونو او تاوتریخوالي ته ادامه ورکوي له هغوی سره به د هغه چوکات له مخې چلند وشي، چې دواړه لوري پرې توافق وکړي،" بیان وايي.

بیان وايي افغانستان کې د سولې عمل په وړاندې بوتلو دپاره دې د افغانستان او پاکستان ترڅنگ د امریکې او چین په گډون څلور اړخیزه ناسته جوړه کړی شي.

ترهگرۍ د مخنیوي په لړ کې جنرل راحیل او اجرائیه ریئس عبدالله عبدالله د پاکستان او افغانستان په پوله وسله والو د تگ راتگ مخه نیولو او خپله خاوره ترهگرۍ دپاره د نه پریښودو ژمنه وکړه.

بیان وايي "په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو له خاورې څخه د ترهګرو د ازادانه فعالیتونو د مخنیوي په موثرو لارو چارو ټینګار وشو او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د تګ راتګ، په پاکستان کې د افغان کډوالو او قومونو د اړیکو د اړتیاو درک او درناوي ته په پام توافق وشو، چې دواړه هېوادونه دې اجازه نه ورکوي، چې ترهګر یې له خاورې څخه د ترهګریزو اعمالو او تاوتریخوالي د ترسره کولو لپاره ګټه واخلي."

پاکستان لخوا د جنرل راحیل شریف او د عبدالله عبدالله ترمنځ د خبرو اترو په اړه په سمدستي توگه څه بیان نه دی جاري شوي خو د پاکستاني پوځي مشر د کابل دورې په اړه پوځي ترجمان لیفټیننټ جنرل عاصم په ټویټر یو پیغام کې ویلي چې د پوځ سرلښکر په خلوص نيت او خوشبينۍ د افغانستان په سفر تللی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG