لاس رسیدونکی لینک

د تورخم پوله پرانستل شوه


د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شريف او په پاکستان کې افغان سفير عمرزاخيل وال ترمنځ نن دیوې غونډې ورسته د تورخم پولې پرانستلو پریکړه شویده- دا پوله د تېرو څلورو ورځو راهسې د پاکستان او افغانستان تر منځ د پولې په امنيتي چارو د اختلافونو له امله تړل شوې وه-

د جنرال شريف سره د ليدلو وروسته افغان سفير زاخیلوال په یو بیان کې وايي "د پاکستان پوځ له مشر راحیل شریف سره یې مازیګر ناوخته خبرې کړي او هغه ژمنه وکړه چې همدا نن به د تورخم در وازه بيرته پرانیزي" د دواڼو گاونډي هیوادونو تر منځ د تگ رتگ لپاره د تور خم لویه لاره سټراټيجيکي اهميت لري- په تیرو شپاړسو کالو کې په لومړي ځل د تورخم لاره تر بل هر وخت نه زیات وخت پورې د خلقو د اوښتو راوښتو لپاره تړل شوې وه- رپورټونه وايي افغان حکومت د پاکستاني چارواکو لخوا د پولې په ځينو برخو کې د ازغن تار لگولو مخالفت کوؤ- افغان چارواکو د پولې پاکستان اړخ څخه یوې پاکستاني امنيتي څوکۍ ته د هواېي پل جوړولو منصوبه هم نه منله-

د ډیورنډ لانجمنه کرښه د سيمې پښتانه په دوه غټو برخو کې ویشوي- د نيمې څخه زیات پښتانه پاکستان او پاتې په افغانستان کې ژوند کوي- افغان حکومت په تاريخي توگه د ډیورنډ کرښه رسمي سرحد نه مني خو پاکستان دا پوله نړیوال سرحد مني-

XS
SM
MD
LG