لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانانو دپاره دې د پاکستان د ویزې قدغن ولگول شي، پاکستانیان وايي


پاکستان او افغانستان د ډیورنډ لائن په نوم ٢٥٠٠ کلومیټر اوږ سرحدي لري. د پاکستاني مامورینو اندازه ده چې هره ورځ شا او خوا ٥٠٠٠٠ افغانان د تورخم او چمن د لارې ځې راځي
پاکستان او افغانستان د ډیورنډ لائن په نوم ٢٥٠٠ کلومیټر اوږ سرحدي لري. د پاکستاني مامورینو اندازه ده چې هره ورځ شا او خوا ٥٠٠٠٠ افغانان د تورخم او چمن د لارې ځې راځي

پاکستان ته د راتگ دپاره دې په افغانانو د ویزي پابندي ولگولی شي چې دا رنگ ترهگرۍ خلاف د هیواد کوښښونو ملاتړ وشي، دا خبره په پاکستان کې شوي په یوه نظرپوښتنه، سروی، کې د پاکستانیانو اکثریت کړې ده.

نظر پوښتنه کونکی اداره، گیلپ پاکستان، وايي سروی د پاکستان د څلورو واړو صوبو په شهري او کلي والو سیمو کې شوي وه چې پکې ١٧٥٥ ښځو او سړو برخه اخیستې ده. گیلپ پاکستان د نظر پوښتنو یا سروی کونکې نړي والې ادارې گیلپ انټرنیشنل مقامي څانگه ده.

گیلپ وايي ٩٠ فیصد پاکستانیان افغانانو دپاره د ویزې د شرط په حق کې دي او یوازې نهه فیصد خلک ددې خلاف دي.

سروی ښائي پاکستانیان په دې نظر دي چې افغانستان سره ازاده پوله په هیواد کې د ترهگرۍ اهم سبب دی.

پاکستاني مامورین وايي په پاکستان کې د ترهگرۍ په شا هغه وسله وال دي چې د افغانستان په سرحدي سیمو کې پناه ځایونه لري.

پاکستان او افغانستان د ډیورنډ لائن په نوم ٢٥٠٠ کلومیټر اوږ سرحدي لري. د پاکستاني مامورینو اندازه ده چې هره ورځ شا او خوا ٥٠٠٠٠ افغانان د تورخم او چمن د لارې ځې راځي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحد په سر اکثر د دواړو هیوادو شخړې راپورته کیږي. افغانستان په پوله د منقسم خاندانونو دپاره د تگ راتگ په لاره کې د ویزې او یا د څارنې بل کوم نظام پرځائې کولو مخالفت کوي او کابل د ډیر وخت راهسې د اسلام اباد دا غوښتنه ردوي چې په مشترکه سرحد دې امنیتي او حفاظتي اقدامات نور هم سخت کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG