لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت او طالبان دې مذاکراتو ته کښېني


د اسلام آباد په غونډه کې د افغانستان نمائندگي افغان نائب خارجه وزیر حکمت خلیل کرزي، د پاکستان نمائندگي خارجه سیکریټري اعزاز چودهري، د امریکې نمائندگي افغانستان او پاکستان دپاره د واشنگټن خصوصي استازي رچرډ اولسن او افغانستان دپاره د چین خصوصي استازي ډینگ زیان وکړه
د اسلام آباد په غونډه کې د افغانستان نمائندگي افغان نائب خارجه وزیر حکمت خلیل کرزي، د پاکستان نمائندگي خارجه سیکریټري اعزاز چودهري، د امریکې نمائندگي افغانستان او پاکستان دپاره د واشنگټن خصوصي استازي رچرډ اولسن او افغانستان دپاره د چین خصوصي استازي ډینگ زیان وکړه

افغانستان کې د امن او هیواد کې د حکومت او د حکومت مسلح مخالفینو ترمنځ د مفاهمت په موضوع اسلام آباد کې د افغان، پاکستاني، امریکائي او چینائي استازو په غونډه کې گډون کونکو په بیړنۍ توگه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په مستقیم ډول د مذاکراتو په ضرورت زور واچولو.

د غونډې په اړه مطبوعاتو ته د پاکستان د خارجه وزارت لخوا جاري شوي مشترکه اعلامیه کې وویل شو په افغانستان کې امن دپاره د څلورو واړو هیوادونو د مذاکراتو دویم پړاو به د جنورۍ د میاشت په ١٨ سمه نیټه کابل کې کولی شي.

د غونډه برخه والو "د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ په بیړنۍ توگه نیغ په نیغه د مذاکراتو په ضرورت زور واچولو، د امن په یوه داسې بهیر کې چې هدف يي افغانستان اتحاد، خپلواکې او د علاقائي یوالی پرځائې ساتل وي،" اعلامیه کې وویل شو.

بیان وايي د غونډې برخه والو افغانستان کې امن او مفاهمت دپاره د مواقعو په کره او حقیقت پسندانه توگه جاج واخیستلو، په دې لړ کې ممکنه خنډانو ته کتنه وشوه او هیواد کې امن، جنگ د ختمولو او دوامداره ثبات دپاره اقدامات وڅیړلی شول.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د نیغه په نیغه مذاکراتو تر ټولو وړمبی دور د جولائي په میاشت کې د پاکستان په مري ښار کې وشو خو د خبرو اترو دغه عمل طالبانو د مشرتابه ملا محمد عمر د مرگ د رپوټونو په ترڅ کې وځنډیدلو.

پاکستان ویلي د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتو په لړ کې خپل کردار ادا کولی شي خو په طالبانو دومره اثر نه لري چې په مکمل توگه يي امن ته راکښ کړي.

د گل، دوشنبې، په ورځ غونډې د پرانستې په موقع ، د پاکستاني وزيراعظم د خارجه چارو صلاحکار سرتاج د خارجه چارو صلاح کار سرتاج عزیز ویل افغانتسان کې د فریقینو تر منځ د خبرو بنيادي مقصد دا دی چې داسې حالات جوړ کړی شي چې طالبان د خبرو مېز ته راشي او د تشدد لار پرېږدي، چې دوي يي د خپلو سياسي ګټو دپاره کاروي .

سرتاج عزيز ویل د خبرو د عمل نه وړاندې د شرطونو ایښودلو په اړه خبرداری وکړووړاندې کولو اهيمت په ډاګه کړی او وئيلي يي دي " زما په خيال داسې کول به د تاوان سبب ګرځي. "

د اسلام آباد په غونډه کې د افغانستان نمائندگي افغان نائب خارجه وزیر حکمت خلیل کرزي، د پاکستان نمائندگي خارجه سیکریټري اعزاز چودهري، د امریکې نمائندگي افغانستان او پاکستان دپاره د واشنگټن خصوصي استازي رچرډ اولسن او افغانستان دپاره د چین خصوصي استازي ډینگ زیان وکړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG