لاس رسیدونکی لینک

پاکستان: په ۷ کلونو کې دغېرت په نوم ۳۰۰۰ وژنې شوي


د کال ۱۹۹۰ نه وړاندې د غېرت په نوم قتل کې راضي نامه نه شوه کېدی ، خو وروستو د اسلامي نظرياتي کونسل په سفارش دې کې بدلون راوستی شوی ؤ

پاکستان کې د زنانوؤ د حقونو دپاره کارکوؤنکي غېر سرکاري تنظيم عورت فاؤنډېشن د شمېرې ترمخه د کال ۲۰۰۸م نه تر اوسه پورې په ملک کې د ٫٫غېرت ٬٬ په نوم د ۳۰۰۰ نه زيات کسان وژل شوي دي .

د راپورونو ترمخه پاکستان کې د غېرت په نوم د وژنو زياتې پېښې په پنجاب صوبه کې رامنځته کيږي ، او د پنجاب صوبايي حکومت د غېرت په نوم د وژنو په ضد د سختو سزاگانو ورکولو په اړه منصوبه بندۍ باندې کار پېل کړی .

پنجاب کې د غېرت په نوم د وژنو په پېښو کې د سختو سزاگانو منصوبه بندي په داسې مهال پېل شوې ، چې سږگال د لاهور هائيکورټ ته مخامخ فرزانه نومې زنانه خپلو خپلوانو وژلې وه ، او بيا يو غېرسرکاري تنظيم د سزاگانو سختولو تجويزونه ورکړي وو .

دغه رنگ په سزا کې د سختۍ راوستو مقصد دا ښودل کيږي ، که چرته د غېرت په نوم وژنه کې د دواړو فريقو ترمينځ راضي نامه هم وشي ، نو دې هم سزا په ځايې وساتل شي .

راپورونه وايي په دغې قانون کې د بدلون دپاره د صوبې وزيراعلي ته يوه سمري لېږل شوې ، او د دغې کار دپاره د پنجاب د پخواني وزيرقانون راناثناالله په مشرۍ کې يوه کميټې جوړه کړی شوې ده .

د کال ۱۹۹۰ نه وړاندې د غېرت په نوم قتل کې راضي نامه نه شوه کېدی ، خو وروستو د اسلامي نظرياتي کونسل په سفارش دې کې بدلون راوستی شوی ؤ . او وس هم دا ويره څرگندېږي که چرته د پنجاب حکومت د راضي نامې نه پس هم د غېرت په نوم سزا په ځايي ساتي ، نو زياتې نيوکې به پرې مذهبي ډلې کوي .

راپورونه وايي په داسې تجويز باندې هم غور روان دی ، چې د غېرت په نوم قتل باندې د پاکستان پېنل کوډ په ۳۱۱م سېکشن کې هم بدلون وکړی شي . او د هغې لاندې به د وارثانو لخوا د قاتل د معاف کولو باوجود سزا په ځايې ساتلی شي .

په تجويزونو کې دا هم وئيل شوي دي ، چې دا سزا به د هغو کسانو دپاره وي څوک چې په تشدد وژنې کوي ، او يا بيا د ټولنې دپاره خطره ثابتيږي .

راپورونه وايي په دغې سېکشن کې په کال ۲۰۱۱م کې بدلون شوی ؤ ، او د هغې لاندې په څو کېسونو کې د وارثانو لخوا د بخښنې وروستو هم قاتل ته عدالت د عمر قېد (۲۵کاله) بند يا د مرگ سزا هم اورولی شي .

راپورونه وايي په مذهبي پوهانو مشتمله يوه سب کميټي به هم په دغې لړ کې په ۱۵ ورځو کې خپل تجويزونه وړاندې کوي .

د بشري حقونو تنظيم اېچ ار سي پي د رپورټ ترمخه يواځې تېر کال پاکستان کې د غېرت په نوم ۸۶۹ زنانه وژل شوي دي . او دغه رنگ د ۸۰۰ نه زياتو زنانوؤ خودکشۍ کړي دي .

XS
SM
MD
LG