لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روغتیا چارواکي وايي پاکستان کې سوچه پئ موندل ناممکنه دي


ه پاکستان کې د سوچه پیو موندل نږدې نا ممکنه شویدي
ه پاکستان کې د سوچه پیو موندل نږدې نا ممکنه شویدي

شېدې یا پۍ کلسیم لري او کلسیم د غاښونو، وریو او هډوکو د روغتیا لپاره اړین دي خو په پاکستان کې د سوچه پیو موندل نږدې نا ممکنه شویدي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې ترمخه دا خبره د اسلام اباد د روغتیا د ادارې چارواکي محمد طاهر د سې شنبې په ورځ د سنا قایمه کمېټې ته د خبرو پرمهال وکړه.

( پدې وروستیو کې مونږ د بې کیفیته او خرابو پیو پرضد د خپل کمپاین په ترڅ کې ۷۰۰۰۰ لیتره پۍ چیک کړې چې له هغو څخه ۳۶۰۰۰ لیتره خرابې او یا په مکروبونو باندې ککړې شوې وې.)

دغه چارواکي وویل، یو وخت به د شېدو پلورونکو د زیاتې ګټې لپاره په شېدو کې اوبه ګډولې خو اوس د شېدو د رنګ، بوی او ټینګوالي د ساتلو لپاره د کیمیاوي موادو او پوډرو څخه کار اخیستل کیږي.

محمد طاهر وویل چې په دواړو پاکټي او غیر پاکټي شېدو کې دا ډول ستونزې شته دي.

ماشومانو او زړو خلکو ته چې د غاښونو او هډوکو ستونزې پیدا کیږي، دلیل یې دا دی چې بدن یې کافي کلسیم نه لري، ځکه دوی ته سوچه پۍ نه رسیږي.

(دا مهال مونږ ته له روات او ترنول څخه غیر معیاري پۍ رارسیږي. مونږ د پیو ۲۰۸ پلورونکو ته لیکونه استولي دي او د خلکو د پوهاوي لپاره مو ۱۳۱۷ لکچرونه ورکړیدي.)

د یادې کمېټې مشر سجاد حسین توري وویل، داسې یو مرکز باید پرانستل شي، چې پلازمینې اسلام اباد ته ټولې راوړونکې پۍ باید وګوري.

سناتور نومان وزیر وویل، چې د ښار د پیو قرارداد باید یوې شخصي کمپنۍ ته ورکړل شي ترڅو له پلورلو مخکې ټولې شېدې یا پۍ وکتل شي.

ده وړاندې وویل، چې د ستونزې په صورت کې به بیا همدا کمپنۍ ګرم ګڼل کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG