لاس رسیدونکی لینک

سويلي افريقي درېم مېچ ، او پاکستان د درې مېچونو سيريز وگټلو


د درې مېچونو په سيريز کې پاکستان وړومبی دوه مېچونه گټلي او سيريز يې په خپل نوم کړی وو

د پاکستان او سويلي افريقي د کرکټ ټيمونو ترمنځ په درې مېچونو کې دوه پاکستان او يو سويلي افريقې وگټلو .


د سويلي افريقې کرکټ ټيم د ۵۰ اورو د درې مېچونو د سيريز په دريم او اخرني مېچ کې پاکستان ته په ۴ لوبغاړو ماتې ورکړه . پاکستان وړومبې بېټنگ کړی وو. او په ۵ .۴۶ اورو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوزېدو ۱۷۹ رنزونه جوړ کړي وو .
د سويلي افريقي سنچورين په سوپرسپورټس کلب مېدان کې د افريقې لوبډلې ټاس وگټلو او پاکستان ته يې د وړومبي بېټنگ بلنه ورکړه .
د پاکستان لخوا په وړمبي بېټنگ کې کپتان مصباح الحق د ټولو زيات ۷۸ رنزونه جوړ کړل او اؤټ نه شو. پاتې نورو لوبغاړو کې بل هيچا د ۲۵ رنزونو نه زيات نه دي جوړ کړي .
عمرامين او صهېب مقصود ۲۵ ، ۲۵ . عبدالرحمان ۲۲ ، اسد شفيق ، بلاول بهټې او انور علي ۱ ، ۱ رنز جوړ کړو . احمد شهزاد او سعيد اجمل يو رنز هم جوړ نه کړه او اؤټ شو.
د افريقې لخوا ورون فلينډرد ۲۶ رنزونو په سر ۳ لوبغاړي اؤټ کړي دي .
د کوربه ټيم په بېټنگ کې کپتان ای بي ډيويلئرزپه ۶۳ بالونو ۴۸ رنزونه جوړ کړل او ناټ اؤټ پاتې شو. د افريقې په بېټسمېنانوکې په دوېم نمبر هاشم امله راغلی او ۴۱ رنزونه يې جوړ کړي .
د سويلي افريقي لوبډلې ټاکلی هدف ۱۸۰ رنزونه په ۴ . ۳۸ اوورو کې په ۶ لوبغاړو سوزېدو ترسره کړو او مېچ يې وگټلو.
د مېچ غوره لوبغاړی د سويلي افريقې ورون فلينډر، او د سيريز غوره لوبغاړی د پاکستان سعيد اجمل وگرځېدو.
د درې مېچونو په سيريز کې پاکستان وړومبی دوه مېچونه گټلي او سيريز يې په خپل نوم کړی وو. پاکستان په کېپ ټاؤن والا وړومبي مېچ کې افريقې ته په ۲۳، او په پورټ الزبتهـ کې په ۱ رنز ماتې ورکړې وه .
په اخرني مېچ کې د پاکستان په لوبډله کې شاهد اپريدي ، جنېد خان ، محمد حفيظ او ناصر جمشېد نه دي لوبېدلي ، د هغوۍ په ځائې عبدالرحمان ، اسد شفيق ، عمرامين او سهېل تنوير په ټيم کې شامل کړی شوي وو.
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG