لاس رسیدونکی لینک

د مشرف په وخت کې شوې جوهري غلا پلټنې دې وشي. فرحت الله بابر


د پاکستان په سینټ کې د مخالفه ګوندونو سینټرانو د حکومت نه غوښتلي د پخواني پوځي امر جنرال مشرف په حکومت کې د جوهري موادو په غیر قانوني توګه خورولو پلټنې دې وکړي. ماهرین وایي دا خبره امکان نه لري یواځې یو تن په پټه دغه کار وکړي حکومت پرې خبر نه وي.

د پاکستان په سینټ کې د پيپلز ګوند سینټر فرحت الله بابر ویلي پخواني صدر جنرال مشرف په خپل کتاب کې منلي چې ٫٫ د ټنونو په حساب جوهري مواد د پاکستان نه لیبیا، ایران او شمالي کوریا ته په غیر قانوني توګه لیږل شوي.٬٬

فرحت الله بابر ویلي داسې امکان نشته دغه ټول کار یواځې یو تن (ډاکټر عبدالقدیر خان) کړی وي. پکار ده پلټنې وشي چې څوک څوک په دې کار کې ککړ وو.

په پاکستان کې د فزکس پیژندلی استاد او د پاکستان جوهري پروګرام لوې ناقد ډاکټر پرویز هود بهايي وي او ای ډیوه ته ویلي داخبره ریشتیا ده چې دغه جوهري مواد په غیر قانوني توګه د پاکستان نه ایران، لیبیا او شمالي کوریا ته لیږل شوي وو.

ډاکټر هود بهايي وايي په دومره لوې مقدار جوهري مواد نورو هیوادونو ته لیږل د یو تن کار نه وو. ٫٫ لیبیا، ایران او شمالي کوریا ته چې کوم سینټريفیوجز لیګل شوي د دغو وزن د یو ټن برابر یا د دغې نه سوا وو. او دغه شان په درځنو سینټريفیوجز لیږل شوي وو. په دغه کار کې د پاکستان هوایي پوځ جهازونه هم کارول شوي وو. ٬٬

ډاکټر پرویز هود بهایي زیاتوي: ٫٫په دغه غیر قانوني کار کې یواځې ډاکټر قدیر ککړ نه وو، حکومت به د دغې هر څه نه خبر وو ځکه دغه ټول سامان د پاکستان نه تللی وو. دغه کار چې چا هم کړی که سیاست دان وي که پوځي جرنیل وي یا بل څوک غل، پکار ده د دغې پلټنې وشي او سخته سزا ورکړی شي.٬٬

د پاکستان پخواني امر او پوځي صدر جنرال پرویز مشرف په وخت کې ډاکټر عبدالقدیرخان تور لګول شوی وو چې نورو هیوادونو ته يې په غیر قانوني توګه جوهري مواد خرڅ کړي وو. دغه خبره بیا ډاکټرعبدالقدیر خان منلې هم وه خو وروستو ترې بیا په شا شوی وو.

د پاکستان په جوهري پروګرام وړاندې هم د نړۍ لخوا اندیښنې څرګند شوې وې چې دغه غیر محفوظ دی او ترهګر يې په اسانه ترلاسه کولی شي.

XS
SM
MD
LG