لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان په سینیټ کې پوځي افسرانو ته دسزا ورکولو غوښتنه شوې ده


دپاکستان په سینیټ کې دحکومت ائتلافي اؤ مخالفو ګوندونو په هیواد کې د خلکو په جبري توګه د بې درکه کیدلو په سر سخت احتجاج کړی دی

دغو سیاسي ډلو حکومت ته خبرداری ورکړی چې که دخلکو د بې درکو په هکله یې د پوځي استخباراتي ایجنسو څخه د جواب اخستو قانون منظور نه کړو نو دوئ به پخپل سر د سینیټ څخه ددغه قانوني مسودې منظوري ورکړي.

په دغه قانوني مسوده کې د هاغو پوځي چارواکو دپاره د سختو سزاګانو سپارښتنې شوي چې د هیواد څخه خلک په جبري توګه بې درکه کوي .

د خالي په ورځ دحکومت د ائتلافي ګوند جمعیت علماء اسلام (ف) سنیټیر مولانا حمدالله ددوئ د ګوند دپنجاب ایالت د اټک سیمې د مشر د بې درکۍ معامله په سینیټ کې راپورته کړې اؤ تور یې لګولی چې هغه پوځي استخباراتي ایجنسو پورته کړی دی.

نوموړي اندیښنه ښودل شوې چې بورته کړی شوی تن به ژوندی خپل کور ته رانه شي .

په دغه مهال د پاکستان پیپلز پارټۍ سنیټرانو هم د سندهـ ایالت څخه دخپل ګوند دغړو په بې درکۍ سخت احتجاج کړی دی.

د پیپلز ګوند سنیټیر فرحت الله بابر ویلي د هیواد څخه په جبري توګه د خلکو دبې درکو د مخنیوي دپاره ضروري ده چې د هیواد د طاقتور پوځ استخباراتي شبکې پارلیمان ته د ځواب ورکولو پابندې کړل شي.

هغه وویل په دغه اړوند د سینیټ قائمه کمیټې خپل وړاندیزونه مکمل کړی اؤ که چرې حکومت ددغو وړاندیزونو په رڼا کې قانون سازي ونکړه نو بیا به سینیټ پخپل سر دغه قانوني مسوده منظوروي.

ښاغلي فرحت الله بابر وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې ویلي په دغه قانوني مسوده کې دجبري بې درکو دمخنیوي په غرض پوځي چارواکو دپاره هم سختې سزاګانې تجویز کړی شوي دي .

هغه ویلي که چرې د ریاست کومې استخباراتي ادارې لکه ایي ایس ایي ، ایم ايي یا نورو یو تن پورته کړو اؤ محکمې ته یې وړاندې نه کړو اؤ په هغه ثبوت شي چې پورته کړی تن یې په ناقونونه ډول ځان سره ساتلی نو هغه چارواکي دپاره د عمري بند په شمول نورې سختې سزاګانې دي.

پاکستان کې دخلکو د جبري بې درکو لړۍ د پخواني پوځي امر پرویز مشرف د واکمنۍ د دور څخه پیل شوې وه اؤ د بشري حقونو ملکي اؤ نړیوال سازمانونه تور لګوي چې دغه لړۍ تر اوسه دومداره ده.

دا مهال دپاکستان نه په زرګونو خلک بې درکه دي چې ددغو خلکو د بې درکه کولو شک د پوځ په استخباراتي شبکو کیږي.

د حکومت لخوا د بې درکه کسانو دلټون دپاره جوړ کمیشن هم منلې چې تیر کال دغه کمیشن ته د ۷۰۰ؤ څخه د زیاتو کسانو د بې درکۍ رپورټونه رسیدلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG