لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سېنټ کمېټۍ پښتونخوا او بلوچستان ته د بجلۍ او ګېس پاتې پېسې ورکولو غوښتنه کړۍ


پاکستان کښې د مرکز نه صوبو ته واک اړوولو د څارنې لپاره جوړې د سېنټ قاېمه کمېټې د مرکزې حکومت نه د اتلسم اېیني بدلون عملې کوولو ترڅنګ خېبر پښتونخواه او بلوچستان ته د بجلۍ او ګېس په مد کښې د واجباتو ورکوولو غو ښتنه کړې ده. او د کمېټې یو غړي سېنټر عثمان کاکړ په واکمن مسلم لېګ نواز ګوند تور لګولی د پنجاب د ګټو لپاره وړو صوبو ته په خپلو وسېلو واک نه ورکوي.

تیره ورځ په پېښور کې د سېنټر مېر کبېر شاهې په مشرۍ کښې د سېنټ د اختیاراتو اړولو (ډیوالوشن) کمیټۍ غونډه کې د مرکز نه صوبو ته د واک سپارلو د عمل جاج هم اخستل شوی. په دغه غونډه کښې د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو غړو په ګډه یو قرار داد منظور کړی او دغه قرار داد ته د پېښور اعلامې نوم ورکړی شوی.

په دغه اعلامېه کښې د صوبو او مرکز ترمېنځه د وسېلو د وېش لپاره د قامي مالېاتي کمېشن او د ګډو مفادات شورا غونډېزر تر زره رابللو غوښتنه هم شوې ده. غونډه کښې ګډون کونکی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنټر عثحمان کاکړ وي او ای ډیوه ته ویلي دوي د خېبر پښتونخوا د بجلۍ او د بلوچستان د ګېس په مد کښې په مرکز پوری اربونو روپۍ ورکوولو مطالبه کړې.

اعلامېه کښې په خېبر پښتونخوا کښې د تمباکو فصل زرعې ګرځولو او په دغې د ټېکس راغونډوولو واک د مرکز په ځاې صوبې ته ورکولو غوښتنه هم شوې ده.

د پاکستان پيپلز پارټۍ په تیر حکومت کې پارلېمان د اتلسم اېيني بدلون منظوري ورکړې وه. د دغې تر مخه د دفاع، بهرنوچارو، سمندرې بندرګاه او کرنسۍ د وزارتونو نه علاوه پاتې ټول وزارتونه صوبو ته سپارلو پرېکړه شوې وه.

د پاکستان واکمن مسلم لېګ نواز ګوند دریځ لري چې د دغه اېيني بدلون عملي کولو لپاره ګامونه اخستل کیږي. خو د پاکستان وړو صوبو یا ایالتونو سیاسي مشران په دغه دعوو بې باوري څرګندوي او تور لګوي چې مرکزي حکومت یواځې د پنجاب ګټو ته ګوري.

په مرکز او بلوچستان کې د مسلم لیګ (ن) ډلې اېتلافي ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنټر عثمان کاکړ وايي مرکز او پنجاب کله هم دا نه شي زغملی چې وړې صوبې دې په خپلو وسیلو واک ولري.

د پېښور اعلامیه وايي چې د اېیني بدلون لوې حدف په هیواد کې پارلیماني او جمهوري نظام ته وده ورکولو ترڅنګ د صوبو په خپلو وسیلو واک یقیني کول دي. او د تیرې ورځې په غونډه کې د دغه حدف ترلاسه کولو لپاره د مرکز او صوبو په شریکه د کار کولو غږ شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG