لاس رسیدونکی لینک

ملتان کې د پوځ هيلي کاپټر تباه شوی ، دوه پائيلټان مړه


تباه شوي هيلي کاپټر په اړه نور مالومات مخې ته نه دي راغلي ، چې د کوم قسم ؤ

د پاکستان پنجاب صوبې په ملتان ښار کې د اتوار په شپه د پوځي هيلي کاپټر د تباه کېدو په پېښه کې دوه پائيلټان وژل شوي دي .

د پوځ لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې ملتان کې تربيتي هيلي کاپټر د تکنيکي خبرابۍ له وجې پرېوتی او تباه شوی دی . او د پوځ د ايوي اېشن دوه پائيلټان پکې مړه شوي دي .

راپورونه د پوځ د يو افسر د خلې وايي چې څنگه هيلي کاپټر اوچت شو ، نو د خاورې طوفان پرې راغلی ، او د هغې له امله غورځېدلی دی .

د تباه شوي هيلي کاپټر په اړه نور مالومات مخې ته نه دي راغلي ، چې د کوم قسم ؤ ، خو راپورونه وايي چې د پاکستان د پوځ په بېړه کې روسۍ او امريکايي هيلي کاپټرې شاملي دي .

د روانې مياشتې په سر کې کراچۍ کې د يوې تربيتي الوتکې غورځېدو په پېښه کې د دوه پائيلټانو په گډون درې کسان وژل شوي ، او له هغې وړاندې د اپرېل په مياشت کې د پوځ يوه بله تربيتي الوتکه تباه شوې او په هغې کې هم دوه پائيلټان وژل شوي وو .

XS
SM
MD
LG