لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان معلمې عقیله اصفې ته یو این ایچ سي خپل د کال ٢٠١٥ انعام ورکړو

میرمن اصفي کابل نه پاکستان په کال ١٩٩٢ کې هجرت وکړو او د کوټ چندانه په کېمپ کې اباده شوه. هغه په پیشه معلمه وه. وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغې وویل د مهاجرو په کېمپ کې جینکو دپاره د تعلیم د سهولتونو نیشت والي هغه دې مجبوره کړې چې د خپلې تجربې نه کار واخلي او د خپلو وطنوالو خدمت وکړي نو بیا يي سکول پرانستلو او د یو این ایچ سې ار په مرسته يي تر دا وخت د یو زر نه زیاتو ماشومانو ته بنیادي تعلیم ورکړی دی

د ملگرو ملتونو د کډوالو د خیر ښیگړې ادارې یو این ایچ سي ار عقیله اصفې ته په پاکستان کې میشته د افغان مهاجرو د ماشومانو د تعلیم په لړ کې په خدماتو د کال ٢٠١٥ انعام ورکړی دی.

یو این ایچ سي ار ویلي ۴٩ کلنې میرمن اصفي ته نینسن ریفیوجي ایوارډ د کډوالو جینکو د تعلیم دپاره د نه ستړیدونکو خدماتو په سر ورکړی شوی دی.

میرمن اصفې سره د نورو افغانان د پنجاب صوبې په میانوالي کې د کوټ چندانه کیمپ کې میشته ده. او د ١٩٩٦ راهسې يي په کیمپ کې جینکو دپاره سکول پرانستی دی.

د هغې د خدماتو په اعتراف کې یو این ایچ سي ار وايي ددې پرته چې هغه خپله هم په جلاوطنۍ کې د ژوند د مشکلاتو سره مخ وه" هغې د کیمپ د انجونو دپاره د تعلیم او ذدکړې دپاره انتظام برابر کړو. "په کمو وسائلو او د ثقافتي مشکلاتو پرته، (میرمن) اصفي یو زر جینکۍ په بنیادي تعلیم سنبالې کړې دي."

میرمن اصفي کابل نه پاکستان په کال ١٩٩٢ کې هجرت وکړو او د کوټ چندانه په کېمپ کې اباده شوه. هغه په پیشه معلمه وه. وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغې وویل د مهاجرو په کېمپ کې جینکو دپاره د تعلیم د سهولتونو نیشت والي هغه دې مجبوره کړې چې د خپلې تجربې نه کار واخلي او د خپلو وطنوالو خدمت وکړي نو بیا يي سکول پرانستلو او د یو این ایچ سې ار په مرسته يي تر دا وخت د یو زر نه زیاتو ماشومانو ته بنیادي تعلیم ورکړی دی.

میرمن اصفې ته به د یو این ایچ سي ار ایوارډ یا انعام په رسمي توگه په یوه دستوره کې د اکتوبر په پنځمه نیټه ورکړی کیږي. دغه دستوره په جنیوا کې کیدونکې ده.

د وي او ای ډیوه خبریال حمیدالله میرمن اصفي سره د هغې د خدماتو په اړه خبرې اترې کړې دي. دغه مرکه دلته اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:46 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG