لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیاسي تاوتریخوالي له وجې د پاک افغان تجارت کچه نیم په نیمه ټیټه شوي ده


افغان ولسمشر اشرف غني د افغانستان او هندوستان ترمنځ هوايي دهلیز یا د هوا له لیارې تجارتي راکړه ورکړه په رسمي توګه پیل کړه
افغان ولسمشر اشرف غني د افغانستان او هندوستان ترمنځ هوايي دهلیز یا د هوا له لیارې تجارتي راکړه ورکړه په رسمي توګه پیل کړه

د پاکستان او افغانستان کاروباري خلک وايي د خرابو اړیکو له وجې د دواړو هیوادونو ترمنځ د کاروبار کچه ډیره غورځیدلې ده.

د سوداګرۍ کارپوهانو وي او ای ډیوه ته په ځانگړې مرکو کې ویلي دي افغانستان سره د تورخم او چمن پولې پرلپسې تړل، د کابل او اسلام اباد ترمنځ سیاسي کرکیچ او ځینې سوداګر بیا د پاکستان حکومتي پالیسي یادوي چې د دواړو هيوادونو ترمنځ یې تجارتي وضعه زیانمنه کړیده.

خان جان الکوزۍ، د پاکستان او د افغانستان د تجارت د چیمبر مشر، وايي د پاکستان سره د افغانستان په دوه اړخیز تجارت کې نیم په نیمه کمی راغلی دی. دی وايي د شا او خوا درې ارب ډالرو کلیز کاروبار کچه اوس یو نیم ارب ډالرو ته راغورځیدلې ده.

خان جان وايي د پاکستان سره په تجارت کې د مشکلاتو ورسته افغانستان اوس د هند، ایران او منځني اسیا د هیوادونو سره د تجارت زیاتولو هڅې کوي.

حاجي دارو خان د پاکستان یو وتلی کاروباري تن او تجارتي مشر دی، ډیوه ته يي ویلي کله چې پاکستان د افغانستان سره په ورستیو کې گډه پوله تړلې وه نو هره ورځ پاکستاني کاروباریانو ته لږ تر لږه درې کروړه روپۍ زیان رسیدلو.

د افغانستان سره په تجارت کې زیاتره پښتانه کاروباریان بوخت دي او کله چې دغه کاروبار ودریږي نو زیات تاوان هم دوي ته ورسي.

اخوا افغان ولسمشر اشرف غني د افغانستان او هندوستان ترمنځ هوايي دهلیز یا د هوا له لیارې تجارتي راکړه ورکړه په رسمي توګه پیل کړه.

ښاغلي غني له افغان سوداګرو څخه وغوښتل چې له هندوستان سره دې پدې برخه کې د میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګرۍ ته ځانونه چمتو کړي.

ولسمشر غني وروسته له هاغې پدې پروژې باندې کار پیل کړ چې پاکستان تیره کال د چمن – سپین بولدک لاره له افغانستان سره وتړله.

څیړونکي وايي چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د هوايي ډهلیز په پرانستل کیدو سره به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ یوه زیاته برخه هند لوري ته واوړي چې په پایله کې به یې د پاکستان د صادراتو په کچه کې نور هم کموالی راشي.

د پاکستان وتلې ورځپاڼې ډان خپله اداریه کې لیکلي له پاکستان څخه افغانستان ته په صادراتو یا برامداتو کې ۲۷ فیصده کموالی راغلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG