لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاک افغان سوداګرد پولې بندیز سخت تاواني کړي


سوداګر وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ کې بايد د سوداګرۍ خيال وساتل شي او تجارتي لارې بندې نه کړی شي.
سوداګر وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ کې بايد د سوداګرۍ خيال وساتل شي او تجارتي لارې بندې نه کړی شي.

د پاکستان لخوا افغانستان ته د چمن د تړلې لارې په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر وياند نفيس ذکريا وايي "د دواړو خواؤ چارواکي يو بل سره ليده کاته کوي او د ستونزې هوارولو وروستو به د باب دوستي لاره پرانستی شي".

بل لور ته د داړو هېوادونو د سوداګرو ګډ چېمبر اندېښنه څرګنده کړې چې په ۲۱م ورځ هم دغه لار تړلې پرته ده. سوداګرو په دواړو هېوادونو په سمدستي ډول د پولې د پرانستو غږ کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته نور زيان نه اوړي.

نن د چهارشنبې په ورځ د پاکستان او افغانستان د سوداګرو د ګډچېمبر مشر زبېرموتي والا او مرستيال مشر خان جان الکوزي ويلي د پولې بندېز د دواړ غاړو سوداګر سخت تاواني کړي. او نه يواځې مالي زيان ورته واړېدو بلکې په لږه موده کې دوه ځله د پولې بندېز د سواګرو په يو بل اعتماد هم اغېزمن کړو.

د پاکستان او افغانستان په پوله د کلي جهانګير او کلي لقمان په سر رامنځته شوې نښته کې دواړو خواؤ ته مرګ ژوبلې اوختې او وروستو چارواکو ويلي چې د دغه شخړې د هواري دپاره د دواړو هېوادونو ګډه سروی هم شوې خو نفيس ذکريا په دغه اړوند څه نه دي ويلي.

په پوله پراته جهانګير او لقمان کلي افغانستان خپل او پاکستان خپل ملکيت ګڼي. افغانستان د پاکستان لخوا په پوله لارې تړل د نړيوال قانون سرغړونه بولي.

زبېرموتي والا ويلي، په لږه موده کې دوه ځله د پولې بندېز د اوږدې مودې د تاوان سبب وګرځېد، نوموړي ويلي د پولې د مخکني بندېز له امله ګېر سامانونه او حساب کتاب يې لا نه ؤ هوار شوي او اوس پسې تازه حالات لا نور کړکېچن شو.

پاکستان د فرورۍ په مياشت کې د تورخم پوله تړلې او نزدې يوه نيمه مياشت وروستو يې پرانستې وه. د افغانستان سره تعلق لرونکي سوداګر خان جان ويلي د پولې د بندېز له امله سوداګرو ته په ميلينونو ډالره تاوان واوختو او دا نوره د افغان سوداګرو دپاره د زغملو نه بهر ده.

نوموړي د افغان سوداګرو په استازيتوب ویره څرګنده کړې چې د پولې بيا بيا بندېز له امله به پاکستان د افغان سوداګرو دپاره ښه انتخاب پاتې نشي او زياته کړې يې ده دغسې کېدل به نه يواځې اقتصادي او سياسي بلکې دوه اړخيزه ټولنيزه اړيکې هم اغېزمني کړي.

سوداګر وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ کې بايد د سوداګرۍ خيال وساتل شي او تجارتي لارې بندې نه کړی شي.

د پاکستان لخوا افغانستان ته وړه، سبزي،مېوې، غوړي، غوښه، کبان او نورو خوراکي توکو سره سيمنټ او لوښي لرګي هم لېږل کیږي. دغه ډول د افغانستان نه وچه مېوه،زیره، ماش،کباړي اوسپنه او يو قسم قيمتي ګټه هم راځي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG