لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : دپوځ تربيتي الوتکه غورځيدلې ، د دوه پائيلټانو په گډون درې کسان مړه


د هوائي پوځ وياند د الوتکې غورځيدو په پېښه کې د دوه پائيلټانو د وژل کيدو پخلی کړی
د هوائي پوځ وياند د الوتکې غورځيدو په پېښه کې د دوه پائيلټانو د وژل کيدو پخلی کړی

د کراچۍ ښار په بلديه ټاؤن يوسف گوټ سيمه کې د بس ټرمينل سره نزدې د پاکستان د هوائي پوځ مشتاق تربيتي الوتکه غورځيدلې ، چې له امله الوتکه کې سواره دواړه پائيلټان وژل شوي دي .
کراچۍ ښار کې د پوځ د تربيتي الوتکې غورځيدو پېښه نن د نهې په ورځ رامينځته شوې ده ، او د راپورونو ترمخه د الوتکې غورځيدو په نتيجه کې د دوه پائيلټانو په گډون يو بل کس هم وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي .
د راپورونو ترمخه د هوائي پوځ وياند د الوتکې غورځيدو په پېښه کې د دوه پائيلټانو د وژل کيدو پخلی کړی ، او وئيلي يي دي چې الوتکه په تربيتي پرواز باندې وه خو د پېښې په اړه څه نه دي وئيل شوي .
د سرچينو په وينا دغه الوتکه د کراچۍ پي ای ايف بېس مسرور نه الوتې وه ، او د يوسف گوټ علاقې دپاسه په الوت وه چې هلته په بس ټرمينل دپاره غورځيدلې ده .
د بلديه ټاؤن د پوليس په وينا د الوتکې غورځيدو په نتيجه کې ټرمينل کې چاؤدنه شوې او اور هم لگيدلی دی . چارواکي وايي د اور مړولو دپاره د فائر بريگيډ گاډي علاقې ته رسېدلي او د اور مړولو هڅې روانې دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG