لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین، پاکستان او افغانستان په نوو لارو خبرې کړي


د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ د عملي همکاریو درې اړخیزه غونډه د شنبې یا خالي په ورځ د چین په بیجنیګ کې وشوه.

دا غونډه د رېښمو د نوې لار د پیل شوې پروژې په اړه وه، چې یوه سیمه او یوه لار بلل کیږي. چین وايي د رېښمو پر نوې لار به ۱۲۴ ملینه ډالره مصرف کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویلي د دریو واړو هېوادونو استازو د همکاریو د لا زیاتوالي او ښه والي لپاره موافقه وکړه او په دې اړه یې خبرې وکړې.

دا د کابل، اسلام اباد او بیجینګ ترمنځ د خپل ډول لومړنۍ درې اړخیزه غونډه وه. چین د افغانستان په یو شمیر سترو پروژو لکه د لوگر په مس عینک کې پانگونه کړې ده

د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز د "یوه سیمه یوه لار" د منصوبې یوه برخه ده چې په هغه کې د افغانستان له لارې د تاجکستان، ترکمنستان او د ایران د ختیځو سیمو سره د پاکستان نښلول هم شامل دي.

د لنډي کوتل نه جلال آباد او د چمن نه تر سپین بولدک پورې د اورگاډي د دوو پټلیو غزول، د پیښور نه کابل او له کندز نه تر منځنۍ اسیا پورې د دوو لویو لارو جوړول او همداشان د کوڼر د سیند پر سر د بریښنا د ستر بند آبادول د "یو کمربند یوه لار" منصوبې سترې پروژې دي چې تمه ده په افغانستان کې پلې شي.

د اعلامیې له مخې چین او پاکستان هڅه کوي چې د بیا رغونې، انرژۍ، تعلیم، صحت، زراعت، بشري منابعو، ظرفیتونو د لوړولو او نورو برخو کې به له افغانستان سره مرستې کیږي.

په غونډه کې دا خبره هم وشوه چې د دغو هېوادونو ترمنځ ګډه همکاري به په افغانستان او سیمې کې د سولې او ثبات په راوستلو کې مرسته وکړي.

په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې درې واړه هېوادونه د اقتصادي همکاریو او نورو برخو کې هم په ګډه کار کوي.

د دغه غونډې مشري د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي منصور احمد خان کوله. خالد پاینده د افغانستان او ژیو کیان د چین نمایندګي کوله.

د چین ولسمشر شي جنپنگ د یوکمربند او یوسړک د پروژې په افتتاحیه غونډه کې ویلي وو چېدا به د سولې او سوکالۍ،ابتکار، او گڼو مدنیتونو د پیوستون سړک وي.

(د وي او ای اشنا په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG