لاس رسیدونکی لینک

شام کې د ډزبندۍ عملي کیدو څو ساعته وړاندې روس هواېي حملې تیزی کړي


A mother mourns for her son, Suleyman Uslu, killed in fighting the Islamic State in north Syria, at a cemetery in Diyarbakir, Turkey, Feb. 25, 2016. He was part of the Syrian Kurdish YPG militia, which the U.S. backs in fighting IS.

په شام کې د ډزبندۍعملي کیدو څو ساعته وړاندې د روس جنګي الوتکو هواېي بمباري تنده کړی. د کریملن په وینا دغه بمباري د ترهګرو ډلو په مرکزونه شوی خو میډیاېي رپورټونه بیا واېي دغه حملې د شام صدر بشرالاسد مخالفه یاغیانو د کنټرول لاندی سېمو کې شوې دي.

په شام کې د امریکا او روس په مرسته شوی د ډزبندۍ دغه تړون به د نن شپې نه عملي کیږي. په شام کې د مخالفه ګوندونو ډلې یا اېچ اېن سي تر مخه په شام کې جنګېدونکي ۹۷ ډلې په دغه ډربندۍ عملي کولو راضي شوي. خو په برطانېه کې مېشت د شام د بشري حقونو یوی ډلې سېرین ابزرویټري فار هیومن راېټس د ډزبندۍ وړاندې په روس تور لګولی چې د یاغیانو په مرکزونو ېې هواېي حملې سوا کړي. د دغه ډلې په وینا دا تازه هواېي بریدونه د عامو بریدونو نه زیات خونړي دي او د شام سر ښار دمشق، شمالي ایالت حمص او اليپو کې ېې احداف په نخښه کړي.

ددغې تورونو په ځواب کې د کریملن ویاند دمتري پسکوو په یو بیان کې وېلي د روس هواېي جهازونه به په شام کې د ترهګرو ډلو پر ضد خپل عملیات روان ساتي او په برطانیه کې مېشت ډلې په اعتبار یا باوري کیدو ېي شکونه څرګند کړي.

نن د جمعې په ورځ د روس صدر ولادي مير پوټن بیا خبریالانو ته وېلي روس به په شام کې د خود سره اسلامي ریاست یا داعش ، القاعده سره تړلې ډلې النصره فرنټ او نورو ترهګرو ډلو پرضد خپل هواېی کمپاېن جاري ساتي. د روسي صدر په وینا د ملګرو ملتونو لخوا شوی لوظنامه په هغه ګوندونو نه عملي کیږي کوم چې دغه ادارې ترهګر ګرځولي. او ددغې تر مخه داعش او النصر فرنټ د ډزبندۍ برخه نه دي.

اخوا د امریکا صدر بارک اوباما یو واری بیا ژمنه کړی چې امریکا به د ډزبندۍ دغه لوظنامه عملي کولو له پاره هر ممکن ګامونه پورته کوی. تېره ورځ د امریکا په خارجه وزارت کې د خپلو لوړپوړو امنېتي صلاحکارانو سره د غونډی وروستو امریکاېي صدر زیاته کړی داعش تندروه ګوند له ماتې ورکولو لپاره د شام او عراق لانجه ختمول مهم دي.

د امریکاېي صدر په وینا د شام او عراق جګړه د نړۍ تر ټولو پیچلې لانجه ده او دغه ګوند په شام او عراق کې په وروستو پاتې سېمو کې موجودیت لري چرته چې دوي عام خلک د انساني ډهال په توګه کاروي. په شام کې په روانه خانه جنګۍ کې په لکونو اولسي وګړي وژل شوي او ګنړ شمیر نور بی کوره شوي.

XS
SM
MD
LG