لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دايران دايټمي معاهدې دپاره د نېټې په غځولو غورکولی شي


چارواکي وايي ، چې د څو مياشتو نه د روانو خبرو اترو وروستو وس د دې خبرې امکان کم دی ، چې د گل د شپې پورې کومه معاهده وشي ، په کومه نېټه چې د وړاندې صلاح شوې وه .
چارواکي وايي ، چې د څو مياشتو نه د روانو خبرو اترو وروستو وس د دې خبرې امکان کم دی ، چې د گل د شپې پورې کومه معاهده وشي ، په کومه نېټه چې د وړاندې صلاح شوې وه .

د ايران د ايټمي پروگرام په سر د خبرو اترو او معاهدې دپاره ټاکل شوې نېټه چې نن د گل په ورځ سرته رسي ، امريکا او نور نړيوال قوتونه په دې خبره غور کوي چې دغه نېټه نوره وغځولی شي .

يو سينئر امريکايي چارواکي وئيلي ، چې د معاهدې د نېټې غځولو خبره د امريکې خارجه وزير جان کېري د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف سره د اتوار په ورځ ويانا کې د ليدو په مهال کړې ده .

امريکا او د هغې ٫٫ فائيو پلس ٬٬ پينځه نور اتحادي هېوادونه چين ، برطانيه ، فرانس ، جرمني او روس ـ ايران د ايټمي وسلې څخه په ډډه پاتې کېدو په لړ کې د معاهدې کولو شرطونو ته د رسېدو په هڅه کې دي . او د دې په عوض کې به اتحادي هېوادونه د ايران د معيشيت دپاره زيانمنو ځينو پابندو پورته کولو ته تيار شي .

چارواکي وايي ، چې د څو مياشتو نه د روانو خبرو اترو وروستو وس د دې خبرې امکان کم دی ، چې د گل د شپې پورې کومه معاهده وشي ، په کومه نېټه چې د وړاندې صلاح شوې وه .

له دې وړاندې د ايران ٫٫ اسټوډنټس نيوز ايجنسۍ ٬٬ يوې خبري ادارې د ايران د مذاکراتي کميټۍ د يو غړي چې نوم يي ورله نه ؤ څرگند کړی ، د اتوار په ورځ وئيلي ؤ ، په ټاکل شوې موده کې ډېر کم وخت پاتې دی ، او د نوې معاهدې کولو امکان هم نه دی پاتې ، او بل لور ته د ځينو معاملاتو حل کولو وس هم په ځايې پاتې دي .

د امريکې خارجه وزير جان کېري د خالي په ورځ ويانا کې خبريالانو سره خبرې اترې کړي ، او هلته نوموړي د جرمني د خپل سيال سره هم ليدلي دي .

د امريکې خارجه وزير جان کېري وئيلي ؤ ، چې د ايران او نړيوالو قوتونو ترمينځ د ايران په جوهري پروگرام باندې معاهدې ته رسېدل لا د ځنډ ښکار دي . د جان کېري دغه بيان په داسې مهال مخې ته راغلی چې د ايران په حواله د جوهري معاهدې کولو وخت نن سرته رسي .

د جرمني خارجه وزير فرېنک والټر سټينميئر وئيلي اصل سوال دا دی ، چې ايا ايران د جوهري وسلې په حواله په تحقيق ختمولو راضي دی او که نه دی ؟

امريکا د ډېرې مودې نه په ايران تور لگوي، چې ايران ايټمي وسله جوړول غواړي . خو بل لور ته ايران دغه تور ردوي او دريز لري چې ايټمي پروگرام يي د پرامنه مقصدونو دپاره دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG