لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یمن کې د ترهگرۍ خلاف اقدامات دوام لري، صدر اوباما


شیعه هوثي وسله والو لخوا د یمن صدر عبد رب منصور حادي د حکومت خلاف بغاوت، په صدارتي ماڼۍ او په سرښار د قبضې ورسته هیواد د سیاسي کړکیچ ښکار شوی دی. وسله وال حکومت کې زیات واک اخیتار غواړي خو صدر حادي ویلي حکومت په مکمله توگه د جمود ښکار شوی او هیواد کې سیاسي خلا راولاړه شوي ده
شیعه هوثي وسله والو لخوا د یمن صدر عبد رب منصور حادي د حکومت خلاف بغاوت، په صدارتي ماڼۍ او په سرښار د قبضې ورسته هیواد د سیاسي کړکیچ ښکار شوی دی. وسله وال حکومت کې زیات واک اخیتار غواړي خو صدر حادي ویلي حکومت په مکمله توگه د جمود ښکار شوی او هیواد کې سیاسي خلا راولاړه شوي ده

یمن کې د سیاسي اړې گړې پرته، هیواد کې د ترهگرو خلاف امریکائي اقدامات جاري دي. دا خبره صدر براک اوباما د اتوار یا شنبې په ورځ د هندوستان د دورې په مهال کړې ده.

د هندوستان وزیر اعظم نررندره مودي سره مشترکه خبري کانفرنس ته د وینا په وخت صدر براک اوباما نه تپوس وشو چې ایا یمن کې د امریکا پلوه صدر او د هغه د کابینې د استعفا ورسته، هیواد کې ترهگرو خلاف د امریکا کاروانې ودریدلې دي؟ نو صدر براک اوباما وویل دا تاثر غلط دی.

هغه وویل یمن کې د ترهگرۍ د مخنیوي په لړ کې د امریکې اقدامات دوام لري.

"ما ځېنې داسې خبرونه لیدلې دي چې دا تاثر ورکوي چې گنې هلته د تهگرۍ خلاف سرگرمۍ ځنډول شوي دي. دا صحیح نه ده. مونږ یمن کې د لوې هدفونو په تعقب کې ورځو. مونږ به د امریکایانو محفوظ ساتلو دپاره فشار جاري ساتو،" براک اوباما نوی دلي کې خبریالانو ته وویل.

امریکائي چارواکې وايي منځني ختیز دپاره د القاعده څانگې مشران په یمن کې میشته دي. د القاعده ځېنې مشران یمن کې ډرون په هدف کړې هم دي.

شیعه هوثي وسله والو لخوا د یمن صدر عبد رب منصور حادي د حکومت خلاف بغاوت، په صدارتي ماڼۍ او په سرښار د قبضې ورسته هیواد د سیاسي کړکیچ ښکار شوی دی.

وسله وال حکومت کې زیات واک اخیتار غواړي خو صدر حادي ویلي حکومت په مکمله توگه د جمود ښکار شوی او هیواد کې سیاسي خلا راولاړه شوي ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG