لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر باراک اوباما: داعش ته به ماتې ورکوو


د امريکې صدر براک اوباما قام ته په خپله وينا کې وئيلي دي چې د کيليفورنيا پیښه ښکاره ترهگري وه- هغه واېي د پيښې پلټنې لا روانې دي خو حمله کونکي د دولت اسلامي د تندروه فکر نه متاثره وو- صدر براک اوبامه په مسلمانانو مشرانو غږ کړی دی چې د دولت اسلامي او القاعده د کرکې وړ نظریاتو ردونه دې د امريکې سره په گډه وکړي-

د ترهگرۍ د مخ نیوي څلور لارې

د امريکې صدر باراک اوباما ويلي دی چې د ترهگرۍ مسله یو لوېی حقيقت دې او د دولت اسلامي د مخ نيوي لپاره به امريکه په څلورو لارو کار کوي چې پکې د امريکې پوځ په نورو هيوادونو کې پټ ترهگر ولټوي او ختم یې کړي- دویمه دا چې په شام او عراق کې د د اعش خلاف پوځیانوته امريکه تربیت ورکوي- - بله دا چې خاص ځواکونه به ځمکني عملیات کوي اوټولې پلې به څاري- څلورمه دا چې امريکه غواړي د شام د مسلې سیاسي حل را اوباسي او ډز بندي وشي-

صدر اوباما په ډاگه اوویل چې د داعش وسله والو ته به ماتی ورکړی کیږي او دا چې امریکا به په خپلو اقدارو ولاړه وي او ترهگرو د تشدد مخه به نیسي او په داسې ډلو به قابو مومي چې تباه کن نظریې په وړاندې بوځي.

خپله وينا کې صدر اوباما وئيلي د صدر په حېث د هغه لمړۍ هڅه دا ده چې د امريکا سلامتي او تحفظ يقيني کړي "دا هغه کار دی چې مونږ ټولو له ورته د امريکايي په حېث يو کېدل پکار دي د دې دپاره چې د ملک د دفاع دپاره هغه څه وشي کوم چې مونږ کولی شو"

په ام‏ريکایانو حمله افسوسناکه ده

صدر براک اوباما د اتوار په ماښام په کلیفورنیا ریاست کې د خونړۍ پیښې په اړه قام ته په خطاب کې اوویل د سان برنارډينو حملی در دولی دی– هغه اوویل ترهگرو بې گناه ښځې سړي او لوېی واړه بې گناه امريکایان بې دریغه ویشتي دي -

داعش د مسلمانانو نمایندگي نه کوي

صدر په ډاگه کړه چې داعش د اسلام نمایندگي نه کوي- هغه واېی احتیاط پکار دې چې موجوده جگړه د اسلام او امریکې جنگ نه شي ځکه چې داعش هم دغه غواړي- صدر په گرده نړۍ کې د کروړنو مسلمانانو مثال ورکړو چې دوېي د امريکې نزدې ایتلافیان دي او پخپله په امريکې کې دننه مسلمانان د ټولنې یوه مهمه برخه دي-

صدر اوویل امريکیان دې نه هیروي چې ازادي د ویرې نه ډیره طاقتوره ده-

صدر اوویل چې دا دهریو امريکاېي فرض جوړیږي چې هغه فکر او نظر رد کړي چې په امريکه کې دې مسلمانانو ته په بدل نظر وکتل شي- صدر زیاته کړه ځکه چې ددې نه داعش ته گټه رسي- هغه دا هم اووې مونږ د تاریخ په سمه لاره روان یو او داعش ته به ارو مورو ماتې ورکوو-

صدر براک اوبامه په کانگرس باندې غږ وکړو چې داسې گامونه دې واخلي چې خلقو ته وسله اخستل گران شي-

هغه اوویل چې امريکه ته راتلونکو ته په ویزو ورکولو کې به نور احتیاط نه کار اخستل کیږي-

داوبامه د وینا ارزښت

د امريکې صدر براک اوبامه د دوه ځله صدارت په موده کې درېم ځل دی چې هغه د وایټ هاوس د اوول افس نه وینا کوله – د امریکې صدرتل ددې دفتر نه ډیره خاص وینا کوي- ددې نه وړاندې صدر اوبامه په عراق کې په معرکو کې د برخو اخستو ځواکونو اعلان د اوول دفتر نه کړی ؤ-

د صدر اوبامه د تقرير خبر په انگریزۍ ژبه کې په لانديني لينک لوستلی او ویډیو یې کتلی شئ

http://www.voanews.com/content/obama-to-address-terrorism-keeping-american-safe/3090875.html

په کیلیفورنیا کې د ټولنيزو خدماتو په دفتر کې پاکستانۍ مسلمانه ښځې تاشفين ملک اود هغې خاوند سید رضوان فاروق حمله کړې وه او 14 کسان يې وژلي او 21 نور ژوبل کړي وو .

د امریکا کیلیفورینا ریاست په سین برنډینو ښار کې د معذورانو د بحالۍ په یو مرکز حمله کونکي تاشفین ملک تعلق د پاکستان پنجاب صوبې لیه ضلع د کروړ لعل عیسن سره دی. دغه کلی د پاکستان سر ښار اسلام اباد نه شاوخوا 800 کلومیټره لری سوېل اړخ تر پروت دي.

امريکائي چارواکي وائي چې دکيلي فورنيا حمله کې ککړې تاشفين ملک دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه فيس بک دتندروه ډلې داعش دمشر ابوبکر البغدادي پهلاس د بیعت کولو اعلان کړې ؤ، کوم چې وروستو لرې کړل شوى ؤ--

د صدر اوبامه د تقرير په انگریزۍ ژبه کې مکمل متن

http://www.voanews.com/content/president-obama-address-to-the-nation/3091750.html

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG