لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا د افغانستان د سولې کېلي په رېښتیا د پاکستان او امریکا سره ده؟


د افغانستان ولسمشر څه موده وړاندې وویلي وو چې مونږ پاکستان ته دا نه وایو چې تاسو طالبان راولۍ او مونږ سره یې خبرو ته کینوۍ.
د افغانستان ولسمشر څه موده وړاندې وویلي وو چې مونږ پاکستان ته دا نه وایو چې تاسو طالبان راولۍ او مونږ سره یې خبرو ته کینوۍ.

منزه شهید

د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ژمنه کړې د افغانستان حکومت او افغان طالبانو ترمنځ به د افغانانو په مشري کې د سولې هڅې پرمخ بیاېي. دوی د طالبانو په مشرانو هم غږ کړی چې د سولې لپاره دې د کابل سره نیغ په نیغه خبرې پيل کړي.

په افغانستان کې د پاکستان رول ته په بهرنۍ نړۍ کې ډیر ارزښت ورکول کیږي ځکه چې نړیوال مشران فکر کوي، افغان طالبان د پاکستان تر اغیز لاندې دي خو افغانان په خپل هیواد کې د پاکستان رول مثبت نه ګڼي. په نژدي تاریخ کې پخواني ولسمشر حامد کرزي او اوسني ولسمشر اشرف غني څو څو وارې ویلي؛ ترڅو په پاکستان کې د طالبانو او نوروترهګرو ډلو ځالې له منځه وړل شوي نه وي تر هغې افغانستان کې د سولې کوښښونه یا هڅې نه بریالي کیږي.

د امریکا صدر بارک اوباما او وزیر اعظم نواز شریف لخوا په افغانستان کې د سولې هڅو او بیا په ځانګړې توګه د پاکستان رول ته افغانانپه کومه سترګه ګوري ددغې پوښتنې ځواب راته د افغان پارلمان غړي عبدالجبار قهرمان په دا ډول څرګندوي:

" امریکایان ډیر ښه امکانات لري او کولای شي ښکاره په پاکستان باندې فشار راولي؛ لومړی خو د پاکستان سره د اقتصادي ستونزو په حل کې مرسته ونه کړي. ځکه چې دوی به بیا ددې وړتیا ونه لريچې خپلې ستونزې تر یو حده حل کړي. خو که چېرې امریکایان په دې اړخ کې پاتې راځي او د خپلو مثبتو تاثیراتو څخه ګټه نه پورته کوي په هغه صورت کې به افغان ولس ته په بشپړه توګه روښانه شي، چې اصلاً دا دواړو هیوادونو یوه لوبه ده او دواړه په ګډه سرهپه افغانستان کې د دغې جګړې اور ته لمن وهي. بیا به نو د ښاغلي حامد کرزي هغه خبره رښتیا شي چې ویل یې د افغانستان د سولې کیلي د پاکستان او امریکا سره ده".

ایا دا خبره رښتیا ده چې د افغانستان د سولې کیلي د پاکستان او امریکا په جیب کې ده؟ یو افغان سیاسي څیړونکی اجمل هوډمن وايي:

" زه هم فکر کوم چې "هو" د افغانستان د سولې کیلي د پاکستان او امریکا په جیب ده ځکه چې په تیرو څو کلونو کې هغه وسلوال، چې د افغان حکومت پر ضد جنګیږي د هغوی د اوسیدو ځایونه، د پټېدو ځایونه، د هغوی تنظیم او تجهیز د پاکستان د ولکې لاندې خاوره کې دی"

ددې ترڅنګ کوم شواهد او پلټنې چې د هر یوې پیښې وروسته کیږي د هغې ټولې اړیکې د هغو وسله والو سرهښايي کوم چې په پاکستان کې دي.

د ښاغلي نواز شریف امریکا ته د سفر وړاندې دامریکا اولسمشر بارک اوباما افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د زیات وخت لپاره د پاتې کیدو اعلان کړی وو. د اکتوبر په ۱۵مه نیټه د اعلان په وخت ښاغلي اوباما دا هم ویلي وو چې د نواز شریف سره په لیدو کتو کې به پدی هم خبرې کوي چې په طالبانو باندې افغان حکومت سره د سولې په اړه فشار واچوي.

خو پوښتنه داده چې ولې افغان طالبان د پاکستان تر اغیز لاندې دي؟ او بیا ولې یوازې پاکستان دا کیلي لري چې طالبان بیا د خبرو مېز ته کینوي او یا یې د جګړې میدان کې لکه روبوټ وجنګوي. افغان څیړونکی اجمل هوډمن پدی اړه څه داسې نظر لري:

" د افغانستان ولسمشر څه موده وړاندې وویلي وو چې مونږ پاکستان ته دا نه وایو چې تاسو طالبان راولۍ او مونږ سره یې خبرو ته کینوۍ.هغه وویل چې طالبانو سره مرسته مه کوۍ که تاسو ورسره مرسته ونه کړۍ ، دوی خپله نشي کولای د تجهیزاتو یا مالي مساېلو له پلوه جګړې ته دوام ورکړي او یا به په خپله مجبوره کیږي د افغان دولت سره خبرو ته کیني"

افغانستان او امریکا به اوس ګوري چې په پاکستان کې نواز شریف تر کومه حده دامریکا اولسمشر اوباما سره ژمنه پوره کوي. د دواړو ترمنځ ګډه اعلامیه ښايي چې افغانستان کې به د سولې هڅې پرمخ بیايي وخت به ددې پورته ژمنو ځواب وواېي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG