لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوبامه: د پاکستاني حکومتي ادارو ترهګرو سره اړيکو مايوسه کړي وو


د امريکې پخواني صدر براک اوبامه ويلي په پاکستان کې د پټو ترهګرو ډلو او د ځېنو حکومتي ادارو ترمينځ اړيکې د امريکې د مايوسۍ يولوي علت وو.

نوموړي دا خبره په نوي ډلي کې د هندوستان ټآېمز ورځپاڼې لخوا تابيه شوې غونډې ته کړې چې پکې نړيوالو مشرانو او د نوبل انعام ګتونکو ګډون کړی وو.

ښاغلي اوبامه ويلي پاکستان کې ځېنو عناصرو په ځېنو وختونو کې د امريکا سره د ترهګرۍ په ضد ښه ملګرتيا نه ده کړې خو زياته يي کړه د ځېنو ترهګرو ډلو په ضد په ډېرو وختونو کې پاکستان د امريکا سره مرستې هم کړي .


په دغه غونډه کې چې د ښاغلي اوبامه نه د پاکستان په اېبټ آباد ښار کې د ترهګرډلې القاېده مشر اسامه بن لادن د اوسېدو په اړه وپوښتل شوو نو نوموړي دغه تاثر رد کړو.

"داسې ثبوته نه دي ترلاسه شوي چې اوښايي پاکستان اسامه پټ ساتلی وو."

پخواني امريکايي صدر د هند دغه نېوکې هم رد کړې چې ګنې امريکا په افغانستان کې د جنګيدونکي حقاني ډلې په ضد يونظر لري او په هند کې د جنګيدونکي ترهګرو ډلو چې په پاکستان کې پټې دي په اړه جدا تګ لاره لري.

نوموړي اوويل ترهګر که هر چرته دي او که د هر هېواد په ضد ترهګري کوي، امريکا يي یوشان ترهګر ګڼي او په ضد يي يو شان عمليات کوي.

د غونډې په آخر کې اوبامه په هند غږ اوکړو د هندوستان د مسلمانانو د حقونو خيال دې اوساتي څوک چې ځان ته د هندوستان مسلمانان وايي، ځکه چې په نورو ملکونو کې اوسيدونکي د نورو مذهبونو خلک هغه ملکونه خپل نه ګني.

پخوانی صدر اوبامه د دريو هېوادونو په سفر دی ، نوموړی د چين نه وروسته هندوستان ته تلی وو او د هند نه پس به فرانس ته ځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG