لاس رسیدونکی لینک

صدر اباما ملي استخباراتي پروګرام محدود کړی


Ilustración difundida en Alemania simulando que la NSA interceptó el teléfono de la jefa de gobierno de ese país, Ángela Merkel.
د امریکا صدر بارک اوباما د استخباراتي ادارو د څارنو پروګرامونو کې د اصلاحاتو اعلان کړی او وېلي ېي دي د امریکا استخباراتي ادارې به د عامو خلکو د ټېلي فونونو ریکارډ کولو وړاندی د خفیه عدالاتونو نه اجارت اخلي.
نن په واشنګټن کې د امریکا انصاف محکمې په دفتر کې د څارنې پروګرام په حقله خپله وینا کې صدر بارک اوباما وېلي هغه به د حکومت لخوا د ټېلي فونونو ریکارډ جمع کولو موجوده ډیټا ختموي. صدر بارک اوباما دا هم اعلان اوکړو په درځنو بهر ملکي اتلافی مشرانو ټېلي فونونو خبرو ته پټ غوږ ایښودو پروګرام به هم په غټه کچه محدود وي.
د امریکا استخباراتي اداری پخواني کنټریکټر ایډورډ سنوډن لخوا دغه معلوماتو ښکاره کولو وروستو د جرمني په رنګ اتلافي ملکونو لخوا پدغه مسله سخت ردعمل مخې ته راغلي وو. خو ښاغلي اوباما هغه سفارشونه نه دی منلي چې د څارنې پروګرام دی مکمل د کنټرول لاندی راوستی شي. د مثال په توګه د قامي استخباراتي خطونو لپاره د عدالت منظوري، په کومه کې چې حکومت د مواصلاتو کمپنیو نه د بیلا بیلو خلکو معلومات تر لاسه کول غواړي.
نیویارک ټاېمز ورځپاڼه واېي دا د ایف ـ بي- آېي او نورو استخباراتي ادارو لپاره ګټه ده کومې چې دلیل وړاندې کوي دغه خطونه د پلټنو لپاره ډیر مهم دي.
د شخصي ازادۍ لپاره غږ پورته کونکو او استخباراتي ادارو تر مینځه توازن پیدا کولو په هڅو صدر اوباما اوېیل د قامي استخباراتي اداری این- ایس- ای چټک ګامونه د اختیاراتو ناجاېزه استعمال نه دی او په ډیرو وختونو کې د استخباراتي ادارو لپاره د قامي امنیت حفاظت لازمي وو. خو نوموړي وېلي د هغه خلکو ددی دلیل سره همدردي لري چې ټیکنالوجۍ استخباراتي اداری ددی قابل کړي په خلکو باندی د هغوي په کورونو او بهر پداسې طریقه جاسوسي اوکړي چې د شخصي ازادۍ په سر اندیښنې راپورته کوي.
صدر اوباما د اصلاحاتو لپاره جوړ کړی شوې ډلې تجویزونو ذکر او نه کړو چې پکې هغه څارنې ته کتنه شوی وه چې د امریکې د ټیکنالوجۍ مرکز سیلیکان وېلي او تجارتي ټولنی لپاره تر ټولو مهمه اندیښنه ده. پدغه تجویزونو کې سفارش شوی وو این-ایس-ای دې په څه طریقه هم په تجارتي کچ استعمالیدونکې سافټ وېر نه کمزوری کوي او نه دې هغې ته ننوځي. تجارتي کمپنو په صدر اوباما سختې نیوکې کړي او احتجاج کوي د این-ایس-ای دغه ګامونو په یورپ او ایشیا کې د سامانونو په خرڅ کې دوي ته په اربونو ډالره نقصان کړی چرته چې خلک ویره لري د امریکې نه راغلي سامانونو نه په اسانه د دوي څارنه کیدې شي.
XS
SM
MD
LG