لاس رسیدونکی لینک

د کیلیفورینا وژنو کې ترهګري هم امکان لري: بارک اوباما


Police conduct a manhunt after gunmen opened fire on a holiday party in San Bernardino, California December 2, 2015.

د امریکا صدر بارک اوباما نن د زیارت په ورځ وېلي امکان دی چې ترهګرۍ یا د کار په ځاېې کې شخړه د کیلیفورنیا د پېښې علت وي. نن پ سپینه مانړۍ کې د خبرو اترو په محال امریکاېي صدر زیاته کړی مونږ ته لا تر اوسه دا نه ده معلومه خو امکان شته چې د دغې پيښې په شاه د ترهګرۍ او یا د کار په ځاېې کې شخړه څه علت وي. امریکاېي صدر په خپلو خبرو کې امریکایانو ته باور ورکړی مونږ به ددغې خبری حقیقت ته ځان رسوو.

اخو د امريکا کيليفورنيا ایالت په سان برنارډينو ښار کې چارواکي د یوی ښځی او خاوند لخوا د معذوره کسانو د تربيت په مرکز ډزو د پېښې پلټني کوي او ددغې برید مقاصد معلومولو هسې کوي. تیره ورځ د ډزوپه پېښه کې لږ ترلږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي دي.

د برنارډینو د پولیسو مشرجیرډ برګوان خبریالانو ته وېلي مونږ ته لا تر دی دمه د دغې برید کونکو احداف نه دي معلوم. مونږ پدغه پېښه کې د ترهګرۍ خطر هم نه شو ردولی. په امریکا کې د پلټنو وفاقي اداری یا ایف بي اېي تر مخه د کار په ځاېې کې تشدد هم ددی پېښې یوه وجه کیدی شي.

د نهې په ورځ د ناتاره ډزو دغه پېښه څو ساعته وروستو پولېسو د پېښې د ځاېې نه دری کلومیټره لری به مقابله کې دوه مشکوک کسان په ډزو وژلي. د پولیسو مشر برګوان د دغه دواړه کسانو پیژندګلو د سید رضوان فاروق او د تاشفین ملک په نوم کړی. د پولیسو د مشر په وینا ۲۸ کلن رضوان فاروق په امریکا کې پیدا شوی او د صحت د محکمی یو ریسټورنټ کې د تیرو څو کلونو راهسی کار کوو. ۲۷ کلنه تاشفین ملک د رضوان فاروق ښځه ده او د قامیت په اړه ېې لا معلومات نه دي تر لاسه شوي.

د برګوان په وینا دغه دواړه د برید کونکو په جامو کې وو او ورسره درنه خودکاره یا اټو میټک وسله په لاس دغه مرکز ته ورننوتي وو. دغه مرکز د لاس اینجلس ښار نه د یوی ګنټی په سفر دی. د پولیسو د مشر په وینا حمله کونکې فاروق د برید وړاندی دغه مرکز کې په یوه پارټۍ کې موجود وو. او دغلته د چا سره د بد مزګۍ وروستو په قهر وتلی وو او بیا د راتلو سره ېې دغلته ته ناتاره ډزی کړي.

دا یوه منظم برید وو

د برنارډینو د پولیسو مشر وېلي (دغه دواړه حمله کونکي د برید لپاره تیار راغلي وو. او داسې ښکاریده چې دوي په مشن راغلي وي. د دوي سره چې کوم سامان او وسله وه داسې ښکاریده چې دوي د برید وړاندی منصوبه جوړه کړی وي. ځه نه ګڼم چې دوي کور ته منډه کړی او وسله ېې راغستی او بیا بیرته راغلي). برید کونکي جوړی د برید وړاندی خپله دشپږو میاشتو لور د خپلوانو کره پریښودي وه.

دری کاله وړاندی د امریکا په یو سکول کې د ناتاره ډزو په پېښه کې د ۲۶ ماشومانو او استازانو د وژنی پس دا لویه خونړۍ پېښه ده خو په روان کال کې بیا ۳۵۵ داسې پېښه وه چې پکې په یو وخت د څلورو نه سوا کسان وژل شوي.

XS
SM
MD
LG