لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما د جاپاني وژنه غندلې


په خپره شوې ويډيو کې يو کس په انگريزۍ ژبه کې خبرې کوي چې په عربۍ ژبه کې يې ترجمه هم اورېدل کيږي ، د دغې کس په اړه وئيل کيږي چې دا صحافي گوټو دی
په خپره شوې ويډيو کې يو کس په انگريزۍ ژبه کې خبرې کوي چې په عربۍ ژبه کې يې ترجمه هم اورېدل کيږي ، د دغې کس په اړه وئيل کيږي چې دا صحافي گوټو دی

د امريکې صدر باراک اوباما د خالي په ورځ د تُندروه ډلې داعش لخوا د تښتؤل شوي جاپاني په بې دردۍ د وژنۍ په سختو ټکو کې غندنه کړې ، او وئيلي يي دي واشنگټن او اتحاديان به يې په دغې کار کې ککړ کسان د انصاف کټهري ته راولي .

د باراک اوباما دغه پيغام د هغې ويډيو خپرېدو وروستو مخې ته راغلی ، چې په ويډيو کې جاپانی صحافي کينجي گوټو د يو عکس سره ښکاره کړی شوی او په دغې عکس کې بل جاپانی هارونا يوکاوا په داسې حال کې ليدل کيږي چې سر ترې غوڅ کړی شوی دی .

د شام او عراق په درېمه برخه قابضې تُندروه ډلې داعش د نهې په ورځ دهړکه ورکړې وه ، چې که د تښتؤل شوؤ جاپانيانو په سر ورته شل کروړه ډالره تاوان ورنه کړی شو نو په ۷۲ ساعتو کې به د هغويې سر قلم کړي .

په خپره شوې ويډيو کې يو کس په انگريزۍ ژبه کې خبرې کوي چې په عربۍ ژبه کې يې ترجمه هم اورېدل کيږي ، د دغې کس په اړه وئيل کيږي چې دا صحافي گوټو دی . دغه کس د جاپان وزيراعظم شنزو ايبی نېغ په نيغه مخاطب کوي او په هغه د يوکاوا د وژنې تور پورې کوي .

هغه وئيلي چې داعش ډلې وس تاوان نه غوښتو ، بلکې په اردن کې د قېد کړی شوې خودکش ښځې ساجده الرشاوي د خوشي کېدو غوښتنه يي کوله .

ټوکيو کې د جاپان وزيراعظم د دغې دردؤنکې ويډيو خپرېدو غندنه کړې او په غبرگون کې يې وئيلي دي ، چې حکومت به يي ترهگرۍ ته سر ټيټ نه کړي .

د امريکې د سپينې ماڼۍ څخه جاري شوي بيان کې د داعش د انتهاپسندو په ضد د هغويې د خاتمې او هغويې ته د ماتې ورکولو دپاره د ختمي کاروايۍ عزم څرگند کړی شوی دی .

د امريکې د دفاع وزير چک هيگل په يو بيان کې وئيلي ، چې د داعش د غېرانساني کار په غبرگون کې جاپان په ورستيو کې د عراق او شام اولس ته په خلاص مټ امداد ورکړی ، او د هغه په وينا د داعش لخوا پرله پسې بربريت زمونږ او د نړيوال اتحاد ارادي مظبوطوي ، چې دغه ترهگره ډله کمزورې او ختمه کړو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG