لاس رسیدونکی لینک

باراک اوباما د ۱۵۰۰ امريکايي پوځيانو عراق ته د ليږلو منظوري ورکړې


دغه اعلان د جمعې په ورځ په داسې حال کې مخې ته راغلی دی ، چې صدر اوباما د کانگريس د مشرانو سره ملاقات کولو .

د امريکې صدر باراک اوباما د نورو ۱۵۰۰ امريکايي پوځي عسکرو عراق ته د لېږلو اجازه ورکړې ، چې مقصد يي د تندروه ډلې دولت اسلاميه مخ نيوی کول دي .

سپينې ماڼۍ وئيلي دي ، چې دغه پوځي عسکر به په جنگي عملياتو کې برخه نه اخلي ، بلکې دويي به د عراق او د کرد ځواکونو تربيت کوي ، او هغويي ته به مشورې ورکوي ، څوک چې د داعش په ضد جنگيږي .

دغه اعلان د جمعې په ورځ په داسې حال کې مخې ته راغلی دی ، چې صدر اوباما د کانگريس د مشرانو سره ملاقات کولو .

راپورونه وايي طمع لرلی شي چې په دغې ملاقات کې به باراک اوباما د قانون جوړؤنکو نه د مالي مرستې د منظورۍ او د دولت اسلاميه د تندلارو په ضد دې د پوځ په ځايي کولو دپاره د کانگريس نه په دغې لړ کې د ووټ اچولو خواست کوي .

د امريکايي چارواکو وينا ده ، چې عراق ته لېږونکي اضافي اهلکار به د بغداد او اربيل ښار نه بهر مرکزونو کې عراقيانو ته مشورې کوي ، او مرستې به يي ترسره کوي . او نور عسکر به د عراقي پوځ د تربيي دپاره د ملک په نورو برخو کې ځايي په ځاي کولی شي .

د دغو خبرونو مخې ته راتلو چې صدر اوباما د دولت اسلامي په ضد جهگړه کې ايران سره هم رابطه کړې ، خو د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنيسټ د ٫٫ وال اسټريټ جنرل ٬٬ اخبار د هغې رپورټ پخلی نه دی کړی ، چې پکې وئيل شوي و چې اوباما د ايران مشر ايت الله خامنه ای ته په دغې لړ کې خط لېږلی ؤ .

ارنيسټ د زيارت په ورځ وئيلي ؤ ، چې هغه د صدر او کوم بل نړيوال مشر ترمينځ د کيدونکو شخصي مراسلو په اړه د رائي ورکولو احتيار نه لري .

د دغې خط په اړه نورو اخباري ادارو ادعا کړې ، چې پخلی يي شوی دی . راپورونه وايي د دې خبرې سره دا اندېښنه زياته شوې چې د ايران شيعه حکومت د سني تندلارې ډلې دولت اسلامي په ضد جهگړه کې شاميليدل خو به د فرقه پرستۍ شکل احتيار نه کړي .

تراوسه امريکا په دې خبره زور ورکوي ، چې د دولت اسلامي د مخې نيولو دپاره دې د عراق سني قبائيل احتيارمند جوړ کړی شي ، او د سني ملکونو يو علاقائي اتحاد دې جوړ کړی شي .

XS
SM
MD
LG