لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنگټن : نيويارک پوليس د مسلمانانو د څارنې ځانگړې څانگه تړلې


د اين وائي پي ډي په دغه څانگه د مسلمانانو د ټولنې او د انساني حقونو لخوا نيوکې کېدی
د اين وائي پي ډي په دغه څانگه د مسلمانانو د ټولنې او د انساني حقونو لخوا نيوکې کېدی
راپورونه وايې د امريکې د نيويارک ښار د پوليس محکمې (اين وائي پي ډي ) د نهې په ورځ اعلان کړی ، چې د پوليس د محکمې هغه ځانگړې څانگه وتړل شوه ، د کومې چارواکو چې به په ساده جامو کې د مسلمانانو په پټه څارنه کوله .
د خبري ادارې ای پي ترمخه د اين وائي ډي پي دغه څانگه د " ډيموگرافکس يونټ " په نوم پيژندل کېده . او د دغې څانگې ملازمانو به په ساده جامو کې نيويارک ښار کې او د هغې نه بهر په نورو علاقو کې د مسلمانانو د ابادۍ څارنه کوله ، او د مسلمانانو د ناستې ولاړې ، کاروبار او مذهبي ځايونو په اړه په پټه مالومات رايو ځاي کول .
د راپورونو ترمخه د اين وائي پي ډي په دغه څانگه د مسلمانانو د ټولنې او د انساني حقونو لخوا نيوکې کېدی ، او د مسلمانانو د څارنې په عمل په محکمه د انساني حقونو د خلاف ورزۍ تورونه هم پورې کېدل .
ای پي وايې د اين وائي پي ډي وياند اسټيفن ډيوس د نهې په ورځ پخلی کړی ، چې په دغې يونټ کې کارکوؤنکي د څارنې د محکمې نورو څانگو ته ډيوټۍ له ليږل شوي دي .
په کال ۲۰۱۱م کې د ای پي لخوا په ليکل شوي يو مضمون کې د نيويارک پوليس په باقاعده توگه دغه هلې ځلې راڅرگندې کړی شوې وې . او د هغې مقصد د هغو ټولنو څارنه کول ؤ ، چرته چې ترهگرې ډلې سرگرمۍ کولی شي .
خو راپورونه وايې د څارنې په دغې عمل کې داسې کسان او تنظيمونه هم شامل وو، د چا په ضد چې د ترهگرۍ يا نورو جرمونو کې د ککړتوب هيڅ ثبوت موجود نه وو .
او هم له دې وجې د مسلمانانو ټولنې او د ښاري حقونو دپاره کار کوؤنکو تنظميونو د دغې پروگرام د بندولو غوښتنه کوله .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG