لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان، هند او نورو قوتونو ایټمي وسله تون کې اضافه کړې


پاکستان د ١٠٠ نه تر ١٢٠ پورې، هندوستان ٩٠ تر د ١٠٠ پورې او اسرائیل ٨٠ ایټمي وسلې لري. رپورټ وايي پاکستان او هندوسنتان په خپل خپل ایټمي وسله تون کې اضافه جاري ساتلې ده او اسرائیل د اوږدې فاصلې پورې مزائیل ازمائیلې دي
پاکستان د ١٠٠ نه تر ١٢٠ پورې، هندوستان ٩٠ تر د ١٠٠ پورې او اسرائیل ٨٠ ایټمي وسلې لري. رپورټ وايي پاکستان او هندوسنتان په خپل خپل ایټمي وسله تون کې اضافه جاري ساتلې ده او اسرائیل د اوږدې فاصلې پورې مزائیل ازمائیلې دي

د پاکستان او هندوستان ترڅنگ د نړۍ نورو ایټمي قوتونو خپلو ایټمي وسلو کې اضافه کړې ده. دا خبره د سټاک هوم انټرنیشنل پیس ریسرچ انسټیټیوټ د وسلو د مخنیوي په اړه خپل رپورټ کې کړې ده.

رپورټ وايي د کال ٢٠١٠ او ٢٠١٥ ترمېنځ په نړۍ کې موجود ایټمي وسلو کې کموالی شوی دی چې شمیره يي د ٢٢٦٠٠ نه ١٥٨٥٠ ته راټیټه شوه. دغه کمی د امریکا او روس لخوا په خپل خپل ایټمي وسله تون کمولو په سبب رامېنځته شوی دی.

د رپورټ تفصیلات د فرانس ای ایف پې خبرې ادارې هم شائع کړې دي. د رپورټ ترمخه، که څه هم د نړۍ تر ټولو لویو ایټمي قوتونو، امریکا او روس، خپلې ایټمي وسلو کې کمی کړی او په موجوده ټیکنالوجۍ کې د جدت راوستلو پروگرامونه يي د لاسه نه دي ورکړې. دغه دواړه هیوادونه د نړۍ ٩٠ فیصد ایټمې وسلې لري.

د سټاک هوم انټرنیشنل پیس ریسرچ انسټیټیوټ یو چارواکي شینن کائل وايي که یو خوا نړۍ کې د وسلو په کمي کې دلچسپي زیاته شوي خو هغه هیوادونه چې ایټمي وسلې لري، خپله ټیکنالوجۍ کې جدت کوي چې نه ښائي دوي به دغه وسلې د لاسه ورکړي.

رپورټ وايي د روس او امریکې نه علاوه هغه نور هیوادونه چې په رسمي توگه ایټمي قوتونه تسلیم شوې دي، چین، فرانس او برطانیه په مجموعي توگه ٧٧٥ ایټم بمونه لري، چین ٢٦٠، فرانس ٣٠٠ او برطانیه ٢١٥ ایټمې وسلې لري.

پاکستان د ١٠٠ نه تر ١٢٠ پورې، هندوستان ٩٠ تر د ١٠٠ پورې او اسرائیل ٨٠ ایټمي وسلې لري. رپورټ وايي پاکستان او هندوسنتان په خپل خپل ایټمي وسله تون کې اضافه جاري ساتلې ده او اسرائیل د اوږدې فاصلې پورې مزائیل ارمائیلې دي.

په ایشیا کې، چین، پاکستان او هندوستان د خپل خپل ایټمي پروگرام په اړه معلومات نه شائع کوي. پاکستان او هندوستان یوازې د خپل مزائیلو د ازموئنې اعلان کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG