لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نيټو مشر افغانستان نه د اتحادي ځواکونو ويستو گواښ کړی


نوموړي وئيلي د کال ۲۰۱۴م وروستو په افغانستان کې د اتحادي ځواکونو پاتې کېدل دې ته اړتيا لري ، چې د افغانستان حکومت د امريکې سره امنيتي تړون لاسليک کړي ، او په دغه هېواد کې بهرنو ځواکونو ته د پاتې کېدو جواز جوړ شي .
نوموړي وئيلي د کال ۲۰۱۴م وروستو په افغانستان کې د اتحادي ځواکونو پاتې کېدل دې ته اړتيا لري ، چې د افغانستان حکومت د امريکې سره امنيتي تړون لاسليک کړي ، او په دغه هېواد کې بهرنو ځواکونو ته د پاتې کېدو جواز جوړ شي .

افغانستان کې د اتحادي ځواکونو نيټو سيکرټري جنرل انډرس فوگ راسموسن وئيلي که د افغانستان نوي صدر سره دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک نه شو ، نو د روان کال اخرې پورې به د افغانستان نه ټول اتحادي ځواکونه اوباسي .

د نيټو مشر انډرس فوگ راسموسن د گل په ورځ رائټرز خبري ادارې سره يوه مرکه کې وئيلي ، که چرته مونږ ته په افغانستان کې د موجودگۍ دپاره قانوني جواز پاتې نه شو ، نو په دغې اړه به مونږ سخته پرېکړه وکړو ، او د روان کال د اخرې پورې به خپل ټول ځواکونه د دغې هېواده اوباسو ، او په دغې پلان به ډېر زر کار پېل کړو .

راسموسن وئيلي چې د روان کال د ستمبر په مياشت کې برطانيه کې د نټيو غونډه ټاکل شوې ، چې پکې به د افغانستان په اړه په مهمو موضوعاگانو خبرې کيږي . دغې غونډې ته لږې ورځې پاتې دي او که چرته امنيتي تړون زر لاسليک نه شو ، نو دويې به په دغې غونډه کې د افغانستان نه د ځواکونو ويستو پرېکړه وکړي .

نوموړي وئيلي د کال ۲۰۱۴م وروستو په افغانستان کې د اتحادي ځواکونو پاتې کېدل دې ته اړتيا لري ، چې د افغانستان حکومت د امريکې سره امنيتي تړون لاسليک کړي ، او په دغه هېواد کې بهرنو ځواکونو ته د پاتې کېدو جواز جوړ شي .

د راسموسن په وينا نيټو به د روان کال وروستو افغانستان کې خپل جنگي مشن ختم کړي . خو که افغان دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک شو نو پلان لري چې د کال ۲۰۱۴م کال وروستو به افغانستان کې په لږه شمېره کې ځواکونه پاتې کړي ، او هغويې به د افغان ځواکونو روزنه کوي ، او د مشورو ورکولو سره به يې همکاري کوي .

د افغانستان صدر حامد کرزي د امريکې سره د امنيتي تړون لاس ليک کېدو څخه انکار کړی ، او نورو دواړو صدارتي کانديدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله وئيلي ، چې د صدر جوړېدو سره سم به په دغې امنيتي تړون دستخط وکړي .

خو په افغانستان کې د جون په مياشت کې د ترسره شوؤ صدارتي ټاکنو نتيجې د خپل ټاکلي وخت نه هغه وخت وروستو شوې ، چې کله د ټاکنو د لمړو نتيجو د منلو څخه عبدالله عبدالله انکار وکړو ، او وس په دوهم ټاکنو کې د اچول شوؤ رائيو په دوهم ځل څيړنه او شمېرنه روانه ده .

د افغانستان د صدر وياند ايمل فېضي وئيلي ، بايد د انتخاباتو نتيجې زر تر زره اعلان شي ، او د روانې مياشتې تر اخرې پورې نوی صدر لوړه پورته کړي .

د نيټو په مشرۍ نزدې ۴۴۰۰۰ نړيوال ځواکونه چې پکې د ۳۰۰۰۰ نه زيات امريکايي عسکر شامل دي ، دا وخت په افغانستان کې موجود دي .

د امريکې صدر باراک اوباما د مئ په مياشت کې وئيلي ؤ ، چې د دې کال وروستو به يواځي۹۸۰۰ امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې کړي ، او د کال ۲۰۱۶م پورې به خپل ټول پوځونه د دغه هېواد نه اوباسي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG