لاس رسیدونکی لینک

مزار شریف کې په بریدونو کې لس کسان وژل شوي.


Mazar-i-Sharif, Afghanistan

کمال سادات

د افغانستان بلخ ولایت سرښار مزار شریف کې د وسلوالو لخوا برید شوی چې پکې د یو پولیس افسر په شمول لس تنه وژل شوي.

د بلخ ولایت چارواکي وايي چې د غرمې وروستو یوشمیر وسلوالو ځانمرګو د ولایت په مرکز مزارشریف کې په څارنوالۍ (د محکمې په ودانۍ) برید اوکړو چې دغه نښته د مازدیګر ناوخته پورې روانه وه پدغه پېښه کې اته ویشت کسان ژوبل شوي هم دي.

یوه ځایي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ډیوې رادیو ته وېلي په ژوبل شوؤ کسانو کې د څارنوالۍ ریس ترڅنګ د مزارشریف امنېې قومندانۍ ویاند هم وژل شوی. نوموړې دا خبره هم وکړه شپږو تنو برید کونکو چې نظامي جامې (یونیفورم) یې اغوستی وه، په لومړي سر کې یې په چوکیدرانو ډزې وکړې او بیا یې دننه په څارنوالی کې څلور لوې لوې چاودنې هم ترسره کړې چې بیا وروستو یې له نورو امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړه او مازدیګر ترناوخته پورې روانه وه.

چارواکي دا هم وايي څارنوالي د نورو امنیتي کسانو لخوا کلابند شویده او داسې هم ویل کیږي، د څارنوالی یو شمیر مامورین هم برید کونکو یرغمل نیولي دي. له بلې لورې د مزارشریف د مرکزي روغتون یوه ډاکتر محمد علي ډیوه ریډیو ته وېلي تراوسه پورې دوي ته د ماشومانو او مېرمنو په شمول شپږ تنه مړي او اتلس ټپيان راوړي شوي. ډاکټر محمد علي ډیوه ریډیو ته واېی: (تراوسه پورې چې زمونږ روغتون ته کوم کسان راوړل شويدي پدې کې میرمنې، ماشومان او ځینې پولیس هم شته. د ځينو وضیعیت ښه دي خو د ځینو روغتیاي وضعیت د اندیښنې وړ دي. کیدایشي چې د مرګ ژوبلې شمیره نوره هم ډیره شي ځکه چې نور ټپیان خلکو نورو روغتونونو ته هم وړي دي.)

تر دې دمه د دغې پېښې مسولیت هم د حکومت کومې مخالیفي ډلې پر غاړه ندی اغیستی.خو وړاندې د داشان بریدونه پړه حکومت مخالفه طالبانو په سر اخستې.

XS
SM
MD
LG