لاس رسیدونکی لینک

د شمالي وزيرستان د کډوالو شمېره د څلور لاکهه نه اوړېدلې


يو کډوال وايي ، د څارنې او رجسټرېشن کولو په وخت بيا په دويي ډېر وخت اړول کيږي ، او دويي ته هم په دغو ځايونو کې ستونځې راپېښې دي .
د پاکستان قبائيلي سيمو دپاره د قدرتي افتونو په وخت د مرستو رسولو ادارې اېف ډي اېم ای د شمېرې ترمخه د گل د ورځې ماسپخين پورې د شمالي وزيرستان نه د راوتونکو کډوالو شمېره د څلور لاکهه نه اوړېدلې ده .
د اېف ډي اېم ای د شمېرې ترمخه تر ننه پورې د شمالي وزيرستان نه کډوال شوي ۴۳۵۴۲۹ کسان رجسټرډ شوي دي . چې پکې تر ټولو زياته شمېره د ماشومانو ده ، او په کډوالو کې يواځې ۱۸۳۵۳۲ د ماشومانو اندراج شوی دی .
د قدرتي افتونو د ادارې ترمخه د کډوالو د راوتو او د هغويي د رجسټرېشن سلسله دوام لري .
ولې د سيمې نه کډې راوړونکي خلک وايي ، چې وس هم لا په سيمه کې په لويه شمېره کې خلک پاتې دي ، او ډېر په لاره باندې د گاډو د نشتوالي له کبله په خپلو پښو راروان دي او دې سره د رجسټرېشن کار ډېر په قلار روان دی ، او د دويي د يو شمېره ستونځو سره مخ دي .
د دغو ستونځو په اړه د شمالي وزيرستان د ميرعلي سيمي نه راغلي يو کډوال شکيل وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي ، چې د رجسټرېشن په وخت د درې چيک پوسټونو نه کډوال تېرول کيږي ، چې پکې يو چيک پوسټ کې د ټولو کډوالو او د هغويي کډو څارنه کيږي ، په بل باندې ټولو خلکو ته د پوليو څاڅکي ورکولی شي ، او په بل بيا د رجسټرېشن عمل وي .
شکليل زياته کړه ، چې د څارنې او رجسټرېشن کولو په وخت بيا په دويي ډېر وخت اړول کيږي ، او دويي ته هم په دغو ځايونو کې ستونځې راپېښې دي .
يو بل کډوال جان گل بيا وايي ، د چارواکو لخوا ورته د رجسټرېشن په وخت د مرستو وئيل کيږي ، خو څه قسمه مالي مرستې يې نه کيږي .
خو د ملگرو ملتونو د خوراک ادارې ورلډ فوډ پروگرام د شمالي وزيرستان کډوالو سره د نن نه مرستې پېل کړي ، او د ورلډ فوډ پروگرام يو چارواکي صفي الله وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي ، د گل د ورځې د ماښام پورې به ۶۰ زره کسانو ته خوراکي توکې ورکړي .
د نوموړي په وينا د ورلډ فوډ پروگرام لخوا يوې کورنۍ ته ۸۰ کلو وړه ، څلور کلو غوړي ، بسکټ او مالگه هم ورکول کيږي .
يو لور ته چې د حکومتي او انتظامي چارواکو لخوا د کډوالو سره د مرستو ادعاوې کيږي ، او د اتوار په ورځ د خېبرپښتونخوا صوبې د حکومتي واکمنه گوند تحريک انصاف مشر عمران خان هم په بنو کې د بکاخيلو د سيمې د کډوالو خوا ته د ورتلو ، او بيا د هغويي دپاره د مالي مرستې غوښتنه هم کړې وه .
نو بل لور ته کډوال وايي عمران خان راغلی ؤ ، خو د پوځي او انتظامي چارواکو سره يي ليدلي او د کډوالو څنگ ته نه دی ورغلی .
د پاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ اته ورځې وړاندې د ترهگرو په ضد د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ، چې پکې تراوسه پورې د ۲۰۰ نه د زياتو ترهگرو د وژل کېدو ادعا شوې ده . او په سيمه کې د پوځي عملياتو له کبله خلک کډې کوي ، خوندي سيمو پله منتقل کيږي .
XS
SM
MD
LG