لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان: نښته کې څلور جنگيالي ، دوه عسکر وژل شوي


د جون د مياشتې راهسې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب اپرېشن سره تېره مياشت په خېبرايجنسۍ کې د خېبر ون په نوم پوځي عمليات پېل کړی شوي دي .

د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې روان ضرب عضب اپرېشن کې د وسله والو جنگيالو او پوځ ترمينځ يوه نښته کې څلور جنگيالي او دوه پوځي عسکر وژل شوي دي .

د پوځ د مطبوعاتي څانگې ائي اېس پي ار لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، دغه نښته د شمالي وزيرستان - دته خېل تحصيل په غورليمی علاقه کې په داسې مهال رامنځته شوې ، چې په علاقه کې کليرنس اپرېشن روان ؤ .

د ائي اېس پي ار ترمخه نښته کې د پوځ لخوا په ځوابي کاروايۍ کې څلور ترهگر، او مقابله کې دوه پوځي عسکر هم وژل شوي دي .

د افغانستان سره په پوله د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ د وسله والو طالبانو په ضد د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ، او پوځ ادعا کوي چې دغه عمليات په کاميابۍ سره دوام لري ، او تراوسه پورې په ترسره شوي اپرېشن کې د ۱۱۰۰ نه زيات ملکي او بهرملکي جنگيالي وژل شوي دي .

د جون د مياشتې راهسې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب اپرېشن سره تېره مياشت په خېبرايجنسۍ کې د خېبر ون په نوم پوځي عمليات پېل کړی شوي دي .

د اتوار په ورځ د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان دوره کړې ، او د امريکې په مالي مرسته د ۷۶ کلوميټره سړک چې د شکۍ او مکين ترمينځ جوړ شوی ، د سړک د پرانتسې په مهال يي وئيلي ، چې ضرب عضب اپرېشن د پوځ د منصوبې مطابق په کاميابۍ سره روان دی ، او ټوله توجه يي دې پله ده چې اپرېشن زر سرته ورسول شي .

د پوځ د مطبوعاتې څانگې ائي اېس پي ار ترمخه دغه د ۷۰۵ کلوميټره تجارتي شاهراه ٫٫ سنټرل کوريډور٬٬ به افغانستان پورې غزولی شي ، چې د قبائيلي سيمو او خېبرپښتونخوا د معيشيت د بيا بحالۍ دپاره به مددگار وگرځي .

د پوځ سرلښکر په دغه مهال وئيلي چې پوځ به په سيمه کې د اپرېشن سره تعميراتي او د بحالۍ کارونه هم جاري ساتي ، او د دغې مقصد دپاره يي د حکومت سره په گډه صلاح يوه کوټلې منصوبه هم تياره کړې ده .

XS
SM
MD
LG