لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : د پوځ په چيک پوسته ځان مرگي بريد ، درې عسکر وژل شوی ، ۱۲ ژوبل


د سرچينو ترمخه ځان مرگي بريد کوؤنکي د بارودو څخه ډک گاډی د چيک پوستې نه تمبولی دی .
د سرچينو ترمخه ځان مرگي بريد کوؤنکي د بارودو څخه ډک گاډی د چيک پوستې نه تمبولی دی .

د پاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په دته خيل تحصيل کې د پوځ په يوچيک پوسته ځان مرگی بريد شوی ، چې پکې د امنيتي سرچينو ترمخه درې عسکر وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي .
د راپورونو ترمخه د شمالي وزيرستان دته خيل تحصيل کې د بويې په نوم پوځي چيک پوسته باندې د گل په ورځ ځان مرگی بريد شوی ، او امنيتي سرچينې وايي بريد کې د درې عسکرو د وژل کېدو او ۱۲ نورو د ژوبلېدو پخلی کوي .
د سرچينو ترمخه ځان مرگي بريد کوؤنکي د بارودو څخه ډک گاډی د چيک پوستې نه تمبولی دی .
د راپورونو ترمخه د طالبانو انصارالمجاهدين نومې ډلې د دغې بريد پړه په غاړه اخېستې ، او وئيلي يې دي دغه بريد يې په ورستيو کې د پوځ لخوا په ميرعلي سيمه کې د ترسره شوؤ عملياتو په بدل کې کړی دی .
د طالبانو د يو تنظيم لخوا په شمالي وزيرستان کې د پوځ په چيک پوسته د بريد زمه واري په داسې حال کې په غاړه اخيستل شوې ، چې تېره شپه د پاکستان ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې په نړيوالې هوايي اډه وسله وال بريد شوی ، او د هوايي اډې د ساتونکي فورس د غړو سره پکې ۱۹ کسان وژل شوي ، او لس حمله کوؤنکي ترهگر هم وژل شوي دي .
د پاکستاني طالبانو تحريک د کراچۍ د بريد پړه په غاړه اخيستې ده .
درې ورځې وړاندې د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې د ډزو په يوه پېښه کې د پاکستاني طالبانو د تحريک يو مهم کمانډر عاشق الله محسود وژل شوی ؤ .
يو لورته که په ورستيو کې د پاکستاني طالبانو تحريک دوه ځايه شوی ، او خپل مينځ کې نښتې يې هم سېوا شوي دي ، نو بل لورته تېره مياشت د شمالي وزيرستان په ميرعلي ، ميران شاه او نورو سيمو کې د پاکستان پوځ د وسله والو جنگيالو په پټو ځالو گوله بارۍ او بمبارۍ کړې وې ، او د ۸۰ څخه د زياتو جنگيالود وژنې ادعاوې پکې شوې وې .
په شمالي وزيرستان کې د ورستيو عملياتو نه پس د ملک په بيلا بيلو برخو کې په امنيتي ځواکونو بريدونو او بمي چاؤدنو کې زياتوالی مخې ته راغلی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG