لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې ځانمرگي برید شپږ ځايي اوسیدونکي وژلي


شمالي وزيرستان د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبايلي سيمه ده
شمالي وزيرستان د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبايلي سيمه ده

د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي سيمه شمالي وزیرستان کې نن په موټر سیکل سپور ځانمرگي په یوه رکشه کې سپاره شپږ ځايي اوسیدونکي وژلي او اته نور يې ژوبل کړې دي.

د شمالي وزيرستان مرستیال پوليټيکل ايجنټ محمدعرفان وايس اف امريکا ډيوه ته ويلي دغه ځانمرګی بريد د سه شنبې په ورځ د میرعلي تحصيل په خدي سيمه کې د لويې سړک دپاسه شوی دی.

د سيمې نه راغلی رپورټونه وايي د حملې ورسته په یاده سيمه کې گرځ بندیز (کرفیو) لگیدلی.

مرستیال پوليټيکل ايجنټ محمدعرفان وويل په موټر سايکل سپور ځانمرګي غوښتل چې په سيمه کې په ګزمه د بوختو پوځيانو ګاډي سره خپل موټر سايکل ټکر کړي خو د ټکر نه وړاندې د پوځي ګاډي ترڅنګ د تېرېدونکي رکشې سره په ټکر شو. د پاکستاني چارواکي ددغه دعوې پخلی کومه ډله او نه هم د وژل شوو خپل خپلوان کوي.

مرستيال پوليټيکل ايجنټ وايي چې د چاؤدنې له امله په رکشه کې ناست شپږ واړه کسان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي. خو هغه نه ده په ډاګه کړې چې په ځانمرګي بريد کې پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او که نا؟

پوليټيکل چارواکي وي او ای ډيوه سره په خبرو کې دا هم ويلي چې د تېرو څو ورځو راهسې هغوي د ورانکارۍ د ممکنه پېښو راپورونه لرل او له دې امله يې امنيتي ګامونه هم ټينګ کړي وو.

د پېښې زمه واري لا چا نه ده منلې.

په پېښه کې ژوبل کسان د درملنې دپاره د بنو ضلعي روغتون ته رسؤل شوي دي.

له دې وړاندې تېره اوونۍ هم په جنوبي وزيرستان کې په يوه بمي چاؤدنه کې د امن لښکر د يوفعاله غړي په ګډون پينځه تنه وژل شوي وو.

د دغه پېښې زمه واري هم چا نه وه منلې.

شمالي وزيرستان د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان هغه قبايلي سيمه ده چې په کال ۲۰۱۴م کې پکې پوځ د ضرب عضب په نوم د ترهګرو په ضد په پراخه کچه عمليات پېل کړي وو او ادعا کوي چې دغه سيمه يې اوس د ترهګرو څخه پاکه کړې ده.

خو وخت نا وخته په شمالي او جنوبي وزيرستان سيمو کې د ترهگرۍ د پېښو رپورټونه مخې ته راځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG