لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان : فضايي حملو کې ۳۳ جنگيالي وژل شوي


سيمه کې د عملياتو په نتيجه کې د رامنځته شوي زيان د ازادو سرچينو څخه پخلی نه کيږي ، ځکه چې هلته د ميډيا رسد نشتی .

د پاکستان پوځ وايي ، د قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په دوه بېلابيلو علاقو کې يې فضايي عمليات کړي ، او ۳۳ وسله وال جنگيالي يي وژلي ، او نهه پټې ځالې يي ورله تباه کړي دي .

د پوځ د مطبوعاتي څانگې ائي اېس پي ار ترمخه نن د گل په ورځ سحر د جيټ الوتکو د لارې د شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه کې په فضايي عملياتو کې ۱۸ ترهگر وژل شوي دي .

او د گرمالايي په علاقه کې د گن شپ هيلي کاپټرو د لارې وسله والو جنگيالو باندې گوله باري شوي ، او ۱۵ تندلاري پکې وژل شوي دي .

سيمه کې د عملياتو په نتيجه کې د رامنځته شوي زيان د ازادو سرچينو څخه پخلی نه کيږي ، ځکه چې هلته د ميډيا رسد نشتی .

بل لور ته د دفاع مرکزي وزير خواجه اصف د گل په ورځ مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي ، چې د يو ترهگر د موجودگۍ پورې به په قلاره نه کښېني .

د دفاع وزير ووئيل ، مونږ به د اخرني ترهگر د موجودگۍ پورې عملياتو ته دوام ورکوؤ . ضرب عضب اپرېشن کې د پاکستان پوځ غټې کاميابۍ ترلاسه کړي دي .

هغه ووئيل ٫٫ د ترهگرو مرکزي ډهانچه تباه کړی شوې ، او هغويي ښارونو ته خواره شوي دي ، او که چرته د ضرب عضب په غبرگون کې ځينې پېښې رامنځته شوي خو د ترهگرو په حملو کې کمی راغلی دی ٬٬ .

د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د جون دمياشتې په ۱۵م نېټه د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ، او پوځ ادعا کوي ، چې ابادې علاقې يي دترهگرو څخه پاکې کړي او په لرې پرتو علاقو کې عمليات دوام لري .

پوځ وايي په شمالي وزيرستان کې روانو عملياتو کې يي تراوسه پورې د ۱۱۰۰ نه زيات ملکي او بهر ملکي وسله وال جنگيالي وژلي دي .

XS
SM
MD
LG